د لاس رسي وړ اتصالات

حماس د اسراېلو سره د اوربند لپاره خپل شراېط نن وړاندی کړل


د حماس رهبر اسمعېل هنېه نن په غزه کی ووېل، اسراېل باید په غزه کی د فلسطېنی جنگېالو وژل بند کړی، او باېد د تگ راتگ لپاره، د غزې لاره خلاصه کړی.

د اسراېلو او غزې ترمنځ د تگ راتگ لاره وروسته د هغې بنده شوه چه حماس په غزه باندی پوره کنترول حاصل کړ.

ښاغلي هنیه ووېل چه اوربند باېد دواړه خواوې په ېوه وخت کی عملی کړی، اوربند باېد جامع وی او ځنډ باېد پکی ونه شی.

د اسراېلو حکومت لا سمدستی د ښاغلي هنېه په دی وړاندېز په باب خپل عکس العمل نه دی څرگند کړی. فعلا د دواړو خواو په منځ کی ېو غېر رسمی اوربند نافذ دی.

اسراېلو د غزې په تړانگه باندی په خپل نظامی ېرغل کی برابر، ېو سلو شل فلسطېنېان ووژل. اسراېلو د حمله د غزې نه په اسرایېلو باندی د راکټونو د فاېر کولو په ځواب کی کړه وه.

XS
SM
MD
LG