د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د امریکا غږ سره د پارلمان د یوه وکیل د مرکې تحقیقات کوی


د ایران د استخباراتو وزارت د پارلمان یو غړی په دې غندلی چی د ایران د راتلونکو پارلماني انتخاباتو په باب یې د امریکا غږ د فارسي خپرونی سره مرکه کړې ده.

د ایران د استخباراتو وزیر، غلام حسین محسني، پرون وویل چی دده وزارت به د اصلاح طلبه وکیل نورالدین پیر مؤذن د اعمالو تحقیقات وکړی.

محسني وویل چی د ایران قوانین د پارلمان غړو ته اجازه نه ورکوی چی د خارجي خبري منابعو سره مرکې وکړی.

پیر مؤذن د تیري یکشنبې په ورځ د امریکا غږ سره په یوه مرکه کی د ایران د جمهور رئیس محمود احمدي نژاد په حکومت باندی انتقاد وکړ او ویې ویل چی د احمدي نژاد خارجي او داخلي پالیسیو ایران د پاته نړۍ نه گوښه کړی دی.

پیر مؤذن چی د ایران د پارلمان د اقلیت نطاق دی د ایران په انتخاباتو کی اصلاح طلبانو ته برخه نه ورکول ‏«‎ سیاسي قتل عام ‏»‎ وباله.

د ایران د پاسدارانو شورا مخکي پیر مؤذن په دې انتخاباتو کی د گډون کولو نه منع کړی و.

XS
SM
MD
LG