د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ځان مرگه په کابل کی شپږ کسان وژلي دي


افغان چارواکي وایی چی یوه ځان مرگه د کابل هوایي میدان ته نژدې د موټر بم په چاودنه کی شپږ ملکي خلک وژلي دي.

مامورینو وویل چی ددې حملې هدف چی نن د پنجشنبې په ورځ وشوه، د ائتلافي قواو د موټرو کتار و.

په دې چاودنه کی لږ تر لږه ١٨ تنه زخمي شوي هم دي، مگر په خارجی عسکرو کی چا ته سخت تاوان نه دی اوښتی.

پرون د ملگرو ملتو د سوله ساتونکو قواو یوه لوړ رتبه مامور ژین میري گوي هینو ویلي و چی یاغی طالبان تر هغه ډیر خطر ناک دي چی فکر یې کیده.

هغه د ملگرو ملتو د امنیت شورا ته وویل چی د ناتو د قواو او افغان حکومت ترمنځ د ښې همکارۍ ضرورت دی چی په دې ملک کی ثبات راسی.

له بلي خوا د برتانیې قواو پرون په یوه هوایي حمله کی چی هدف یې د هلمند په ولایت کی د طالبانو قواوي وې، څلور ملکي خلک وژلي دي.

او یوبل خبر وایي چی پاکستاني چارواکو وروسته له هغه سخت احتجاج کړی چی دوه ماشومان او دوې ښځی د پاکستان په خاوره کی دننه د ائتلافي قواو د توپونو په ډزو کی چی د افغانستان نه وسوې ووژل سول.

ائتلافي قواو د پاکستاني مامورینو دا رپوټ نه دی تایید کړی.

XS
SM
MD
LG