د لاس رسي وړ اتصالات

اسلامي کنفرانس نن په ډاکار کې پیل شوه


د چارشنبې په ورځ د افریقایې هیوادونو یو شمیر مشران، د سینگال مرکز ډاکار ته ورسیدل چې د اسلامي کنفرانس په غونډه کې چې نن پیل شوه برخه واخلي.

دغه کنفرانس ته د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی، د یو لوړ رتبه هیات په مشرۍ تللی دی.

ددې کنفرانس شعار 'اسلام په یویشتمه پیړۍ کې' دی، او په اسلامي کنفرانس کې اوه پنځوس هیوادونه غړیتوب لري چې د نړۍ د دوه نیم میلیارد خلکو استازیتوب کوي.

د کنفرانس گډون وال به په تیرو لسو کالو کې شوي اجرات وڅیړي، او په لړ کې به یې په سیاسي ثبات، اقتصاد، فرهنگ او ټولنیزو حیاتي مسایلو بحث وکړي.

ټاکل شوی چې په کنفرانس کې د منځني ختیځ په تاو تریخوالي، عراق، او د مسلمانو هیوادونو ترمنځ په اقتصادي همکاریو هم خبرې و‍شي.

XS
SM
MD
LG