د لاس رسي وړ اتصالات

د اندیور فضایي بېړۍ نن نړېوال فضایي سټیشن ته ورسېده


د اندیور یا هڅې په نوم فضایي بېړۍ چې د سه شنبه په شپه د امریکا له فلوریدا ایالت څخه توغول شوې وه، نن د پنجشنبې ورځې په سهار نړېوال فضایي سټیشن ته ورسېده.

اندیور بېړۍ فضایي سټیشن ته له رسېدو سره سم، خپله دنده پیل کړه چې دوه اونۍ‏ به دوام وکړي.

تر اوسه له دغې فضایي بیړۍ څخه درې سوه تصویرونه ځمکې ته مخابره شوي چې د انجنیرانو له خوا به وڅېړل شي.

د امریکا فضایي ادارې یا ناسا فکر کاوه چې له توغولو لس ثانیې وروسته، یوې مرغۍ ښایي د فضایي راکټ په څو که لگېدلي وي چې وروسته دا گومان غلط ثابت شو.

د اندیور په فضایي بېړۍ کې اوه فضانوردان سپاره دي چې دنده یې په نړېوال سټیشن کې د یو جاپاني لابراتوار او کاناډایي روبات نصبول دي.

XS
SM
MD
LG