د لاس رسي وړ اتصالات

داسی ښکاری چې په عراق کې تشنج بیا زور اخستی دی


په عراق کې یوه ورځ وروسته له هغه چې لږ تر لږه ۴٢ کسان ووژل شو، داسی ښکاری چې تشنج بیا زور اخستی.

دا په داسی حال کې دي چې په تیر کال کې د امریکایې عسکرو د زیاتیدو سره فرقوي نښتواو د شیعه مذهبه مهدي اردو لخوا اوربند هم په جگړو کې کمی راوړی و.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د خبر له مخې، د دوه زره شپږ نه تر دوه زره اوه کال پورې، د ورځی پنځه شپیته عراقیان وژل کیدل؛ خو د وضعیت په بدلون سره د مړو په شمیر کې هم کمی راغی.

په عراق کې د امریکایې ځواکونو ویاند د چهارشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ورستۍ ورځی ډیرې سختی او بی مثله وی.

XS
SM
MD
LG