د لاس رسي وړ اتصالات

څه ډول یو هیواد پر یوه هیواد باندي بندیزونه لگوي؟


په تیرو څو لسیزو کې د حکومتونو د پالیسي د بدلولو په هدف پر هغوی باندي د فشار اچولو لپاره د بندیزونه نه د یوې دپلوماتیکي وسلې په توگه کار اخیستل شوی دی.

څه ډول یو هیواد یا یوه ډله هیوادونه، پر یوه هیواد باندي بندیزونه لگوي او بیا یې څه ډول عملي کوي؟

هر یو هیواد چې هر کله وغواړي پر بل هیواد بندیزونه ولگوي، د دولت مشر او یا هم په ځینو هیوادونو کې مقننه ارگان یې د لگولو واک لري.

خو د نیویارک په پوهنتون کې پروفیسور ټام ویس وایي د دا ډول یو طرفه بندیزونو عملي کول گران وي: ”ددې امکان ډیر لږ وي چې یو هیواد په یوازي سر پر بل هیواد لگول شوي بندیزونه عملي کړي.

تر بندیزونو لاندي هیواد هغه مواد د بل مدرک نه موندلی شي. او د بندیزونو د بې اغیزې کولو ډیرې لاري وي.

په همدې خاطر چې ډیر کم شمیر هیوادونو په یوازي توگه د بندیزونو د عملي کولو توان لري، زیاتره وخت د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د لاري نه یې د کولو د هڅې عامل همدا دی چې له دې لارې د بندیزونو عملی کولو ته ټول هیوادونه ژمن وي.

په عمومي ډول، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا هغه وخت بندیزونه لگوي چې دپلوماتيکي هڅې ناکامه شي او د نړی سوله د گواښ سره مخامخ شوي وې.

په تیرو څو کلونو کې د بندیزونه یو ډول چې پرځای بندیزونه بلل کیږي رواج موندلی دی او په دې ډول کې پر تجارت سربیره، د وسلو په اخیستلو، د دولتي چارواکیو پر سفرونو او د دولتي سرمایې کنگول شامله دي.

د نړیوال اقتصاد لپاره د پیترسن انستیتیوت چارواکی، گیري هوفبار وایي: ”پرځای یا سمارت بندیزونه رژیمونو ته صدمه رسوي او عادي وگړی یې د بدو تاثیراتو نه ژغورل کیږي.

که سرمایه داره طبقه د بانکي حسابونو نه، په بهر کې د خپلو ښوونځیو نه او د سفرونو نه محرومه شي، په دې عادي خلک د تکلیف نه ژغورل کیږي.

ددې ډول بندیزونه گټه دا وي چې اقلاً د هغې ټولنې ماشومان او زاړه د کم خوراکي او د دارو درملو د کموالي په څیر د بندیزونه د بدو تاثیراتو سره نه مخامخ کیږي."

څو ورځې وړاندې د امنیت شورا د ایران پرخلاف د اتومي پروگرام ته د ادامې ورکولو له امله پر هغه هیواد باندي دریم ځل بندیزونه ولگول.

خو پروفیسور ویس وایي ددې بندیزونو تاثیرات به یوازي سمبولیک وي: ”د ایران رژیم د بندیزونو هر کلی نه کوي، هغه هم غواړي د نړیوالې ټولنې یو غړی ويي او د بندیزونو د مخنیوي لپاره ډیرې هڅې وکړې ددې لپاره نه چې د ایران ‏حکومت د اقتصادي تاوان ویره لري، خو په سمبولیک ډول ډیر بد تاثیرات لري."

د امنیت د شورا لخوا د لگول شويو بندیزونه د عملي کولو د ملگرو ملتونو څو نورې ادارې کار کوي. په دې لړ کې تر ټولو مهمه انترپول بلل کیږي.

یو سل اتیا هیوادونه د انترپول غړي دي او روزل شوي پولیس لري چې د تجارتي او سفري بندیزونو څارنه کوي. په همدې ډول نړیوال گمرکات او هوایي شرکتونه هم مهم نقش لري.

د اروپایي ټولنې، عرب لیگ او د امریکایي هیوادونو د ټولنې په څیر منطقوي ارگانونه هم دې لړ کې د ملگرو ملتونو ملتونو پریکړې باید عملي کړې.

که څه هم ځیني هیوادونه د بندیزونو د لگولو ډیر لیوال وي خو د چارو پوهان وایي بندیزونه هغه مهال موثره وي چې د یو جامع پلان یوه برخه وگرځي.

XS
SM
MD
LG