د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان د حالاتو په باب، د نړئ د څو معتبرو ورځپاڼو د تبصرو مهم ټکی


د افغانستان او پاکستان د روانو حالاتو په باب، د نړئ د څو معتبرو خبری اژانسونو او ورځپاڼو د تبصرو مهم ټکی

د فرانسی د خبری اژانس AFP د راپور په اساس د پاکستان حکومت په شمالی وزېرستان باندی، په افغانستان کی دېره د اېتلافی قواو له وسله والو جنگېالو په ېوه پټ ځای باندی د ېوې هواېې حملی په دوران کی د دوو ښځو او دوو ماشومانو د وژل کېدو له امله احتجاج کړی دی.

آژانس راپور ورکړ په داسی حال کی چه د امرېکا په مشرئ اېتلافی قواو په شمالی وزېرستان باندی د هواېې حملی خبر تاېید کړی، خو واېې چه هدف د وسلوالو سړو پټ ځای ؤ.

خو اژانس د محلی خلکو له قوله راپور ورکړ چه پنځه مرمئ په ېوه کور باندی ولگېدلی، کورېې وران کړ او دوو ماشومانو په شمول ېې څلور کسان ووژل.

په کابل کی داېتلافی قواو نطاق لا تر اوسه پوری د پاکستان د حکومت په اعلامېې باندی تبصره نه ده کړی.

اېتلافی قواوې واېې چه توغندېو په اصطلاح دا دقېقه حمله په شمالی وزېرستان کی د طالبانو د ېوه قوماندان سراج الدېن حقانی په مرکز باندی تقرېبا ېو نېم کېلو مېتر دننه شوی ده.

اژانس واېې چه سراج الدېن حقانی په مېران شاه کی فعالېت کوی. پخوا هم د اېتلافی قواو څو توغندی په شمالی وزېرستان کی لگېدلی ؤ، چه سږ کال په جنورئ کی په ېوه هواېې حمله کی د ابو الېث اللېبی په نوم د القاعدی ېو مهم مشر هم ووژل شو.

جمهور رېس حامد کرزي په کابل کی هواېې ډگر ته نږدی انتحاری حمله وغندله

د فرانسی د خبری اژانس د ېوه راپور په اساس جمهور رېس حامد کرزی چه فعلا د سېنېگال په پاېتخت ډاکار کی د اسلامی هېوادونو د سازمان په غونډه کی برخه اخلی، په ېوه وېنا کی د کابل هواېې ډگر سره نږدی ځان وژونکې حمله وغندله.

داسی معلومېږی چه د موټر بم ددی چاودنی اصل هدف د امرېکا په مشرئ د اېتلافی قواو ېوه نظامی قطار ؤ چه هوایی مېدان ته روان ؤ.

دری امرېکاېې عسکر او دري دېرش تنه ملکی خلک په چاودنه کی زخمېان شوی دی.

اژانس واېې چه تېرکال برابر شپږ زره کسان په افغانستان کی وژل شوی دی، چه ېو زرو پنځه سوه ېې ملکی خلک ؤ.

انگلستان نن په هلمند کی په ېوه هواېې حمله کی د ملکی خلکو د وژل کېدو له امله تاسف څرگند کړ

د انگلستان ددفاع وزارت نن په هلمند کی د ېوه هواېې برېد په دوران کی د څلورو ملکی کسانو د وژل کېدو په وجه، چه وېل کېږی دوه ېې زنانه او دوه ېې ماشومان ؤ، خپل خپگان څرگند کړ او اعلان ېې وکړ چه ددغه پېښی په هکله ېې تحقېقات شروع کړی دی.

د انگلستان ورځپانو نن راپور ورکړ دا خلک هغه وخت ولگېدل چه برېتانوی عسکر د طالبانو په خلاف د ځان د ملاتړ لپاره د ناتو د قواو نه د هواېې بمبارئ غوښتنه وکړه.

په افغانستان کی د اېتلافی او ناتو د قواو په لاس د طالبانو سره د جنگ په دوران کی د ملکی خلکو وژل کېدل ېوه ډېره حساسه موضوع ده او شخصا جمهور رېس کرزي هم څو واوری د ناتو او اېتلافی قواو نه د جنگ په وخت د تاکېد او احتېاط غوښتنه کړی ده.

د گلوب اېنډ مېل ورځپانه:

د کاناډا د گلوب اېنډ مېل ورځپاڼی پرون رېپورټ ورکړ چه د گوانتانامو په نظامی زندان کی د ېوه نظامی کمېسیون په وړاندی، د محمد جواد په نوم د لومړي ځل لپاره ېوه افغان قېدی د محاکمی په دوران کی، چه د څو ساعتو ځنډ نه وروسته شروع شوه، شور او زوگ هغه وخت رامنځ ته شو چه هغه د قېد په دوران کی د زجر او شکنجی الزام ولگوه او نعری ېې وهلی چه ما سره انصاف نه کېږی.

محمد جواد چه په شپاړس کلنئ او ېا اولس کلنئ کی په کال دوه زره دوه مېلادی کی په افغانستان کی نېول شوی ؤ او د لاس بم د خطا کولو او قتل په تور اوس تر محاکمی لاندی دی، که جرم پری ثابت شی، نو کېدی شی چه په ابدی حبس محکوم شی.

د گلوب اېنډ مېل ورځپاڼی د محمد جواد د مدافع وکېل له قوله راپور ورکوی چه محمد جواد د امرېکا د پوځ د عسکری کمېسیون د قاضی د امر برخلاف، خپلی د قېد حجری ته د تگ نه ډډه کوله او ځای په ځای کښېناست، چه بېا وروسته په زور د زندان محافظانو خپلی کوټی ته بوت.

ورځپاڼه واېې معمولا د گوانتانامو قېدیېان د ولچک نه په غېر، نظامی کمېسیون ته حاضرېږی، خو په محکمه کی د خپل تقرېبا دوه ساعته حاضرئ په دوران، محمد جواد ولچک او زولانی ناست ؤ.

ورځپاڼه واېې چه هغه په خپله خوښه د ېوه مدافع وکېل د را پېدا کولو غوښتنه کوله او هم ېې دا خبره کوله چه ماسره په زندان کی ښه روېه نه ده شوی. ورځپاڼه واېې چه محمد جواد فعلا دروېشت کلن دی.

د ورځپانی د راپور له مخی امکان شته چه د امرېکا ددفاع وزارت به زر د گوانتانامو قېدییانو ته اجازه ورکړی چه د تلېفونو په وسېله د خپلو خپلوانو سره خبری وکړی، مگر په دی شرط چه په خپل ملک کی به د امرېکا سفارت ته د تلېفون کولو لپاره مراجعه کوی.

زلمی خلېل زاد: زه د افغانستان د جمهوری رېاست د مقام نه شوق لرم او نه کاندېد ېم.

د روېټرز د خبری اژانش د هغه راپور په اساس چه د مارچ په دولسمه ېې خپور کړی دی، په افغانستان کی د امرېکا پخواني سفېر زلمی خلېل زاد دا اوزای رد کړی چه گوندې غواړی چه د افغانستان د جمهوری رېاست د مقام لپاره په کال دوه زره نهه مېلادی کی د ښاغلي حامد کرزي د دوهمی دوری په پای کی ځان کاندېد کړی.

ښاغلی خلېلزاد چه فعلا په ملگرو ملتونو کی د امرېکا داېمی استازی دی واېې په دی ډېر خوشحالېږی، بی له دی نه چه ځان د افغانستان د حکومت کوم رسمی مقام ته کاندېد کړی، د افغانانو سره مرسته وکړی.

کله چه په کال دوه زره ېو مېلادی متحده اېالاتو په افغانستان باندی ېرغل وکړ، نو ښاغلی خلېلزاد په افغانستان کی د امرېکا لومړی سفېر شو. خلېل زاد زېاته کړه زه نه اوس کاندېد ېم او نه به په اېنده کی شم.

زلمی خلېل زاد په کال نورلس سوه شپږ شپته مېلادی امرېکا ته د عالی تحصیلاتو لپاره راغی او په کلېفورنېا کی د لېسی د خلاصولو نه وروسته ېې د امرېکا تابیعت واخېسته.

نوموړی د بش په حکومت کی ډېر اعتبار او رسوخ لری او په ملگرو ملتونو کی یی د مامورېت اوسنئ دوره د راتلونکي کال په پای کی ختمېږی.

XS
SM
MD
LG