د کاناډا د دفاع وزیر وائې، دی باور لری چې ناټوبه اضافی ولیږی چې په کندهار کې د کاناډا د عسکرو سره مرسته وکړی.
د دفاع وزیر پیټر ماکائې نن د یکشنبی په ورځ په بروکسل کې د امنیتی چارو په کنفرانس دا خبره وکړه چې لږ تر لږه زرو تنو اضافی عسکرو ته ضرورت دی.
دی باور لری چې د ناټو نور هیوادونه به د ناټو د مشرانو د عالی غونډی په وخت کې چې د اپریل په دوهمه نیټه جوړیږی، ددغوعسکرو وعده وکړی.
د کاناډا پارلمان د پنجشنبی په ورځ د دوه زره یولسم کال پوری په افغانستان کې د خپلوعسکرو دوره اوږده کړه خو پدی شرط چې ناټو اضافی زر تنه عسکر او همدغه راز هلیکپټری او اکتشافی الوتکی هلته ولیږی.
دکاناډا (٢٥٠٠ ) عسکر د افغانستان په جنوب کې دیره دی. تر اوسه پوری په افغانستان کې د کاناډا شپږ تنه عسکر وژل شویدی.
کاناډا افغانستان ته شپږ کاله پخوا عسکر استولی دی. ښاغلئ ماکائې وائې، د یاغی طالبانو سره جنگ به په یوه ډیره اوږده ستونزه وی.
د افغانستان په نارامه جنوب د امریکا، بریتانی او کاناډا زیات شمیر عسکر دیره دی چې د یاغی طالبانو په خلاف جنگیږی.
کاناډا د ناټو په نورهیوادونو باندی انتقاد کوی چې خطرناکو سیموته خپل عسکر نه لیږی.