د لاس رسي وړ اتصالات

د تبتیانو مشر د تبت د تاوتریخوالی په باره کې د بین المللی تحقیقاتو غوښتنه کړیده


د تبت روحانی مشرچې په تبعید کې ژوند کوی، د چین ترلاس لاندی په تبت کې د تاوتریخوالی په باره کې د تحقیقاتو غوښتنه کړیده.

دی دغه تاوتریخوالی ته کولتوری وژنه وائې. د تبتیانو مشر نن د یکشنبی په ورځ دهند په درمساله کې خبریالانوته وویل، بین المللی ټولنه باید معلومات لاس ته راوړی چې په تبت کې څه پیښیږی.

لیکن هغه وویل، پیکینگ ته باید اجازه ورکړل شی چې په روان کال کې د اولمپیک لوبی پکې وشی.

په جلا وطنی کې د تبت حکومت وائې، د چین مقاماتو د جمعی په ورځ د تبت په پائتخت لهاسا کې د پولیسانو سره په نښتوکې لږترلږه ‏(‎٨٠ ‏)‎ وژل شویدی.

د هند په شمال کې د تبتیانو نطاق وویل، په تبت کې ٧٢ تنه نور زخمیان شویدی.

ویل کیږی چې د١٩٨٩ م کال راپدی خوا دا په تبت کې تر ټولو خونړی تاوتریخوالی وو.

چینائې مقامات وائې، د جمعی د ورځی په تاوتریخوالی لس تنه وژل شویدی. رپوټونه وائې، نن هم د چین په ‏(‎سیچوان ‏)‎ په ولایت کې چې د تبت سره سرحدی لری، د پولیسانو او احتجاج کونکو ترمنځ نښتی شویدی .

XS
SM
MD
LG