د لاس رسي وړ اتصالات

د البانیه د مهماتو په ډیپو کې چاودنه


د البانیه ماموران وائې، دژغورنی کارکونکو پائتخت تیراناته نژدی دمهماتو په ډیپوکې ددو تنونورو مړی پیداکړیدی چې پدی سره ئې شمیر اوس اووتنو ته رسیږی.

مامورانو نن د یکشنبی په ورځ دژغورنی دکار دپیل کیدونه وروسته خبریالانو ته خبری وکړی. دوی وویل، لس تنه تر اوسه لادرکه، په داسی حال کې چې ٢۴٣ تنه نور زخمیان شویدی او لږترلږه د دولسو تنو زخمونه کاری دی.

د البانیه د صدر اعظم صالحی بیرشا دفتر وائې، دلومړی چاودنی په وخت کې دمهماتو په ډیپو کې ١١٠ تنو کار کاوه.

عینی شاهدان وائې، د لومړی او دوهمی چاودنی ترمنځ تقریبا لس دقیقی ځنډ وچې په دغه وخت کې گڼ شمیر کار کونکی له سیمه نه ووتل. د مهماتو ډیپو ته له نژدی کلیو نه تقریبآ څلور زره کسان سیب ته کړی شوی وو.

XS
SM
MD
LG