د لاس رسي وړ اتصالات

ېوه ځان وژونکى څلور افغان او درې د ناټو عسکر وژلى دي


د افغانستان چارواکى وايي ېوه ځان وژونکى څلور افغان او درې تنه د ناټو عسکر د هېواد په جنوبى برخه کې وژلى دى.

پولېس وايي چې بم نن ددوشنبى په ورځ دهېلمند په ولاېت کې دناټو ېوه کاروان ته نېژدى وچاودېده.

په همدغه چاودنه کې اوه کسه نور هم زخمېان شوېدى. د ډنمارک پوځ وايي ددوى دوه عسکر په همدغه پېښه کې وژل شوى هم دى.

د چک جمهورېت پوځ وايي ددوى ېو عسکر هم په دغه چاودنه کې وژل شوېدى. د ناټو چارواکى وايي ېو افغان چې په دغه پېښه کې وژل شوېدى هغه دعسکرو ترجمان و او بل ېې ملکى سړى و.

په هلمند کې زېاتره عسکر بریتانویېان دى. خو د ډنمارک هېواد په ناټو کې له پنځو سوو نه زېات عسکر لرى او د سولى په نړېواله قوه ېا اېساف کې خدمت کوى.

ددغى حملى مسوولېت تر اوسه پورې چا په غاړه ندى اخېستى.

XS
SM
MD
LG