د لاس رسي وړ اتصالات

'اوباما به ډیر ژر د هیلري سره د شفافیت په هکله کلکه مبارزه پیل کړي'


د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست لپاره د دیموکرات گوند د کاندید بارک اوباما د کمپاین مسوولین وايي هغه به ډیر ژر د خپل سیالې هیلري کلینټن سره د روش او شفافیت په هکله کلکه مبارزه پیل کړي.

د یکشنبې په ورځ د میرمن هیلري کلینټن د انتخاباتي مبارزې مسوولینو وویل چې بارک اوبامو په ناسم ډول په خپل سیاسي حریف باندې انتقاد د خپل کمپاین د ستراتیژۍ په توگه کاروي.

هغوی وویل چې په دغه مبارزه کې اوس اوباما د ځان تاوان ویني. اوبام د گټلو څوکیو لمخې له هیلري کلینټن څخه مخکې دی.

خو له دغو ټولو هلو ځلو سره، نه خو له اوباما او نه هم له میرمن کلینټن سره داسې وعده شوې ده چې ددغه کال په وروستیو کې د دیموکرات گوند په عمومي غونډه کې انتخاب شي.

د دیموکرات گون مخکښې غړې او د لوې جرگې یا کانگرس رئیسې، نانسي پلوسي ویلي چې گوند به یې د اگست په میاشت کې له خپلې عمومي غونډې وړاندې خپل بریالی کاندید اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG