د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي اتحادیې د سپورټ د برخې مقامات او د المپیک د لوبو د بایکاټ مسله


د اروپايي اتحادیې د سپورټ د برخې مقاماتو له هغه پریکړې سره مخالفت څرگند کړی چې په تیبت کې د روانو مظاهرو له آمله په چین کې د سږ کال پلان شوي د المپیک لوبې بایکاټ کوي.

د سلووینیا د سپورټ وزیر میلان زویر چې نن یې د اروپایي اتحادیې د سپورت د مقاماتو په یوې غونډې کې خبرې کولې، وویل چې په را روان دوبي کې د چین په مرکز کې د المپیک د لوبو له بایکاټ سره مخالف دی خو هغه زیاته کړې چې په دې باره کې د غونډې په دوران کې د بحث لپاره لاره خلاصه ده.

روسیې هم ددغه بایکاټ په خلاف غږ پورته کړی. د هغه هیواد د خارجه چارو د وزارت یوه اعلامیه وايي چې په تیبت کې روانې مظاهرې د هغه هیواد یوه داخلي موضوع ده.

په اعلامیه کې پر هغه څه انتقاد شوی چې د المپیک لوبو سیاسي کول بلل شوي.

د المپیک نړیوالې کمیټې اعلان کړی چې د لوبو ډیر شمیر مهمو غړو هیوادونو له دې آمله په پیکینگ کې د روان کال د المپیک لوبې بایکاټ کړي چې چین پر تیبت باندې خپل فشارونه زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG