د لاس رسي وړ اتصالات

'که تیبتي مظاهره چیان نن تسلیم نشي نو له سختي سزا سره به مخ شي'


د چین لخوا د تیبت والي اعلان کړي چې که په مرکز لهاسه کې مظاهره چیان نن تر نیمې شپې پورې تسلیم نشي نو له سختي سزا سره به مخ شي.

کیانگ با پنکوگ چې نن د دوشنبې په ورځ یې په پیکینگ کې خبریالانو ته وینا کوله، ټینگار وکړ چې تیره هفته چینايي مقاماتو د تیبتي مظاهره چیانو په خلاف مرگونی قوت ندی کارولی.

هغه دا هم ووېل لهاسه ډېر عسکرو راستول شوېدى. لږ تر لږه سل عسکرى لارۍ چې زېاتره ملېشه عسکروو په ښار کې ځاې په ځاى کړى شوېدى.

په امرېکا کې دېره د تبت لپاره د مبارزې موسسه وايي د تبت خلک په دې وېره کې دى چې د نېمى شپې له مهلت نه وروسته به عسکر په هراړخېزو اقداماتو پېل وکړى.

XS
SM
MD
LG