د لاس رسي وړ اتصالات

د وسلو گرځولو قانون - د متحده ایالاتو د ستره محکمې تصمیم


د متحده ایالاتو ستره محکمه نن پدې غور کوي چې امریکايي اتباع د وسلو گرځولو حق لري او دې کار ځینو خلکو ته اندېښنې پیدا کړي دي.

محکمه پدې اړه غور کوي چې هغه 32 کلن قانون تصویب شي او که رد شي چې د امریکا په پایتخت واشنگټن کې د ټوپکو او تفنگچو په گرځولو بندیز لگوي.

د محکمې تصمیم به په لومړي ځل په امریکا کې د وسلو گرځولو قانون روښانه کړي او همدارنگه په اساسي قانون کې به دوهم تعدېل رامنځته شي.

محکمې د ١٩٣٩م کال راهیسې د وسلو گرځولو د قانون په سره خبرې ندي کړي. د وسلو گرځولو طرافداران وايي پدې برخه کې د قانون بدلول به د خلکو فردي آزادي سلب کړي خو د شخصي وسلو گرځولو مخالفین بیا وايي یوازې یو ایالت حق لري چې وسله واله ملیشا ولري.

XS
SM
MD
LG