د لاس رسي وړ اتصالات

فضانوردانو په نړیوال فضايي مرکز کې د روبات د جوړولو کار پای ته رسولی دی


فضانوردانو په نړیوال فضايي مرکز کې دداسې یوه اتوماتیکې آلې یا روبات د جوړولو کار پای ته رسولی چې په راتلونکي وخت کې به په مدار کې د جوړونى د کارونو په برخه کې مرسته کوي.

نوي جوړ شوي روبات ته د ډکسټر نوم ورکړل شوی او د فضايي سټیشن سره تړل شوی دی.

د امریکا د فضايي بیړۍ انډیور دوه تنو سپرو فضانوردانو له دغه نوي روبات سره یو ځای د اوو ساعتونو په فضا کې وگرځیدل.

فضانوردانو همدارنگه د مختلفو هیوادونو لپاره ساینسي تجربې وکړې او ددغه پروژې په برخه کې یو څه تخنیکي مشکلات هم وو.

د امریکا فضايي بیړۍ انډیور څوارلس ورځې وړاندې فضا ته ولاړه او دا دریم ځل دې چې پدغه بیړۍ کې سپاره فضانوردان په فضا کې قدم وهي.

XS
SM
MD
LG