د لاس رسي وړ اتصالات

دیک چیني او د عراق نه د امریکایې عسکرو د وتلو په اړه اندیښنه


د امریکا د جمهور رئیس مرستیال، دیک چیني، د عراق نه په ډیر شمیر د امریکایې عسکرو د وتلو په اړه اندیښنه ښوولی چې ښایې پدی کار سره به د امنیت په راوستلو کې ټولې هلی ځلی بی ځایه شي.

ښاغلی چیني د دوشنبې په ورځ په بغداد کې د عراق لپاره د امریکایې سفیر ریان کراکر او په عراق کې جگپوړری امریکایې جنرال، داوید پیتریس، سره یو ځای خبری کنفرانس ته خبرې وکړی.

چیني وویل دا سمه نده چې د هغی دندې چې په ملیاردونو ډالره مصرف پری راغلی او څلور زره عسکر یې قربانی شوي تر ختمیدو دمخه هرڅه پریږدو.

په یوه بل خبر کی، د کربلا چارواکي وایی د کربلا په ښار کې په شیعه عبادت کوونکو د دوشنبې په ورځ د ځان وژونکی برید له امله لږترلږه نهه څلویښت کسان وژل شوي.

د دوشنبې ورځی په څو بریدونو کې چې څه ناڅه اته اویا کسان پکې وژل شوي د کربلا ځان مرگی برید ترټولو خونړی و.

پولیسو وویل د دوشنبې په ورځ په بله پیښه کې د بغداد ختیځ ته په بلادیت ښارگوټی کې د فوټبال لوبی پر مهال د توغندي د لگیدو له امله شپږ تنکي ځوانان ووژل شو او لس نور ټپیان شوي دي.

په عراق کې د امریکا سفارت او میشتو پوځونو په گډه په یوه اعلامیه کې د کربلا د برید مسولیت د القاعده تروریستي شبکې په غاړه اچولی دی.

که څه هم یو ځایې پولیس افسر وویل چې برید د یوی ښځی لخوا تر سره شوی خو امریکایې پوځ په اعلامیه کې د برید کوونکي هویت نامعلوم ښودلی.

XS
SM
MD
LG