د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان مخالف گوند د ملى شورى د رېاست لپاره ېوه ښځه نومولى ده


د پاکستان د پېپلز گوند چې مشره ېې بېنظېر بهټو په تېرکال کې ووژل شوه، اوس ېې ېوه ښځه د ملى شورى د رېاست لپاره نومولى ده.

فهمېده مېرزا به د پاکستان په شپېته کلن تارېخ کې د اول ځل لپاره د دغه هېواد د پارلېمان د مشرې په توگه وټاکل شى.

فهمېده مېرزا د سندهه له اېالت نه انتخاب سوېده او خپل کار و بار لرى. مېرمن فهمېده مېرزا د ښاغلى زردارى چې اوس د پېپلز گوند مشردى، د ېوه دوست مېرمن ده.

تمه ده چې په پارلېمان کې به د رئېس لپاره راېې د چارشنبى په ورځ واچول شي او د هغې ټاکنه به منظور شى.

د پاکستان د پېپلز گوند د کرېم کوندي په نامه ېوبل سړى د پارلېمان د رئېس دمرستېال په نامه نومولى دى.

ددوشنبى په ورځ د پاکستان ملى شورى خپله لومړى غونډه وکړه. د پاکستان په دغو انتخاباتو کې چې تېره مېاشت وشول د پاکستان د جمهور رئېس پروېز مشرف انډېوالانو انتخابات باېلل.

د پېپلز گوند په ټولو کې ډېرې چوکى گټلى دى. دغه گوند وايي چې په پارلېمان کې به د پاکستان د مسلم لېگ له گوند سره چې نواز شرېف ېې مشرى کوى اېتلاف وکړى.

دغودواړو گوندونو لوړه کړېده چې هغه قاضېان بېرته په خپلو کارونو ولگوى چې د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف د خپل جمهورى رېاست په هکله د قانونى مساېلو په اړه برطرف کړى وو.

که چېرى دغه قاضېان بېرته برحال شى نو ددى توقع شته ده چې د جمهور رئېس د بېا انتخابېدو پوښتنى بېا رامنځته کړى.

د پاکستان جمهور رئېس جنرال پروېز مشرف د تېرکال تر اکتوبر پورې د پاکستان د پوځ مشر و.

XS
SM
MD
LG