د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما د بشر د حقونو په برخه کی، د افغان دولت کړنی ناکامی بللی دي


په افغانستان کی د ملگرو ملتونو سیاسی دفتر یا یوناما د بشر د حقونو په برخه کی د افغان دولت کړنی ناکامی بللی دي.

د یوناما په دفتر کې د بشر د حقونو د ادارې مشری میرمن نورانایلند نن خبریالانو ته وویل چه د افغانستان جګړه یوازی په نظامی وسایلو نشی حل کیدی، بلکه یوه هر اړخیزه ملکی ستراتیژی ورته په کار ده.

‌ هغې زیاته کړه چې افغان دولت د بشر د حقونو د نړیوال میثاق له نظره خپل مسولیتونه په اقتصادی -اجتماعی او فرهنگی چاروکی نه دی تر سره کړی.

دا موضوع د افغانستان د بشری انکشاف په راپور کی هم تا‌‌‌یید شویده. په دی راپور کی ښونځیو ته د نیمای افغان ماشومانو د نه تللو یادونه شویده.

XS
SM
MD
LG