د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا مرکزى بانک د گټى د نرخ په کمښت غور کوي


د امرېکا د مرکزى بانک د پالېسېو جوړوونکى نن د سه شنبى په ورځ له ېوبل سره ملاقات کوى چې په دې غور وکړى چې د کمزورې اقتصاد د سمول لپاره د گټى نرخ را ښکته کړى که نه.

ډېر اقتصاد پوهان په دې عقېده دى چې د ښاېې د امرېکا د فېدرالى بانک چارواکى به ددى لپاره د گټى نرخ اعشارېه ېو فېصد ېا اعشارېه دوه فېصده راښکته کړى د امرېکا د مبارزې په حال کې اقتصاد سره مرسته وشى.

د امرېکا د خزانې وزېر هنرى پالسن نن په دې اعتراف وکړ چې دامرېکا اقتصاد له سخت نزول سره مخامخ دى.

دى وايي دامرېکا دپالېسېو جوړوونکى په دى کار کوى چې د اقتصادى حآلت او مارکېټونو د لا خرابېدو مخه ونېسى.

په لندن، فرانکفورت او پارېس کې د اسهامو مهم شاخصونه په دوه فېصده گټه کې روان وو.

په داسى حآل کې چې په توکېو او هانک کانگ کې د اسهامو بازارونه ېوازې ېو فېصد لوړ شوى وو.

XS
SM
MD
LG