د لاس رسي وړ اتصالات

په ېمن کې د امرېکا د سفارت خوا ته، په ېوه حمله کې ېو ځايي امنېتى مامور وژل شوېدى


په ېمن کې دامرېکا د سفارت خوا ته، په ېوه حمله کې لږ تر لږه ېو ځايي امنېتى مامور وژل شوېدى، څو تنه نور امنېتى ماموران زخمېان دى او ېوشمېر ماشومان هم زخمى شوېدى.

د حکومت چارواکى او عېنى شاهدان وايي دغه چاودنه د نجونو په ښوونځى کې د ېمن په پاېتخت، صنعا کې نن د سه شنبى په ورځ وشوه.

چارواکى او عېنى شاهدان وايي چې برېد کوونکېو د نجونو هغه ښوونځى ته بمونه ور گوزار کړل چې د امرېکى سفارت ته نېژدى واقع دى.

دا معلومه نده چې ددغه برېد مقصد سفارت او که ښوونځى ته د تاوان ور اړول وو. چارواکى وايي د چاودنى ځاى ېې له هرې خوانه بند کړېدى او موټر پرې تگ راتگ نشى کولى.

تر اوسه پورې چا ددغى حملى مسوولېت هم په غاړه ندى اخېستلى.

XS
SM
MD
LG