د لاس رسي وړ اتصالات

اېتلافی قواو په خوست کی د ملکی خلکو وژل کېدل تایېد کړل


په افغانستان کی د امرېکا پوځ په خوست کی د وسله والو سړو په خلاف د نظامی عملېاتو په دوران کی ددوو ملکی کسانو وژل کېدل تاېد کړی دی.

د اېتلاف ېوه اعلامېه واېې چه په عسکرو باندی ېې په داسی حال کی ډزی وشوی چه د شک لاندی څو کورونو تلاشی ېې اخېستله.

د شک کېده چه وسله وال جنگېالی پکی دی، چه بمونه الوزوی او د وسلو په قاچاق کی لاس لری.

د امرېکا پوځ واېې چه په ځوابی ډزو کی څو وسله وال سړي، ېوه ښځه او ېو هلک ولگېدل. خو د سېمی اوسېدونکي واېې شپږ کسان لگېدلی دی چه ټول ېې د ېوه کور غړي ؤ.

دا فقط ېوه ورځ وروسته د هغی وشوه چه د پارلمان غړو او د هلمند د سېمی اوسېدونکو ووېل چه پرون د ناتو تر قوماندې لاندی د اېساف قواو په ېوه هواېې حمله کی دېرش کسان ووژل؛ چه ملکی خلک هم پکی شامل دی.

د اېساف نړېوالو قواو د ملکی خلکو د وژل کېدو خبره رد کړی ده او واېې چه په دغه هواېې حمله کی دولس تنه طالبان وژل شوی دی.

د ناتو او اېتلاف قواوې واېې چه د خپلو نظامی عملېاتو په وخت ډېر تاکېد کوی چه ملکی خلک ونه وژل شی. فعلا په افغانستان کی د امرېکا، ناتو او افغان قواوې په شرېکه د طالبانو د خونړی پاڅون د زپلو په منظور د هېواد په جنوبی او ختېزو بر خو کی د طالبانو سره جنگېږی.

د قهرجنو خلکو ېوه ډله په دغه ځای کی نن راټوله شوه او د امرېکا په خلاف ېې شعارونه ورکول. په افغانستان کی د طالبانو سره په جنگ کی د جنگ په وخت د ملکی خلکو وژل کېدل ېوه ډېره حساسه موضوع ده.

فعلا په افغانستان کی د ناتو او امرېکا پنځه پنځوس زره عسکر د طالبانو سره جنگېږی او هم د ابادئ په پروژو کی کمک کوی.

جمهور رېس کرزي شخصا څو څو وارې د امرېکا په پوځ او د ناتو په قوماندانانو باندی غږ کړی دی چه د ملکی خلکو د وژلو مخه دې ونېسی.

د اېتلاف قواوې واېې چه طالبان په جنگ کی ملکی خلکو نه د ډال په توگه کار اخلی. مېاشتی پوری ځنډولی دي چه په کال نور لس سوه نوي مېلادی کال کی په لاهور کی دبم د الوزولو په الزام په اعدام باندی محکوم شوی.

XS
SM
MD
LG