د لاس رسي وړ اتصالات

نن په بغداد کی ېو ښځی د خپل ځان پوری تړلی بم خلاص کړ او څلور کسان ېې ووژل


عراقی مقامات واېې چه نن د بغداد په شمال ختېز کی ېو ښځی د خپل ځان پوری تړلی بم خلاص کړ، څلور کسان ېې ووژل او دولس کسان ېې زخمی کړل.

په وژل شوو کسانو کې د پولېسو ېو مامور هم شامل دی.دا وروستئ حمله په داسی حال کی د ېوی ښځی له خوا شوه چه د عراق د جنگ نن پنځه کاله پوره کېږی.

تېره مېاشت دوو ښځو چه په ذهنی ډول معذروې وېې او د ځان پوری ېې بمونه تړلی ؤ، د رېموټ کنټرول په وسېله ېې په بغداد کی بمونه خلاص شول. نهه نوي کسان ېې وژل.

د پولېسو په وېنا دا حمله نن په ډېالا ولاېت کی وشوه.په عېن وخت کی د امرېکا پوځ واېې چه عسکرو ېې په سهوه دری عراقی پولېس په کرکوک کی دېوې حملی په دوران کی ووېشتل او وېې وژل.

ېو پولېس زخمی شوی دی.

XS
SM
MD
LG