د لاس رسي وړ اتصالات

بش نن په عراق باندی د امرېکا د پوځی ېرغل پنځمه کلېزه ولمانځله


جمهور رېس جورج بش نن په عراق باندی دامرېکا د پوځی ېرغل پنځمه کلېزه په دفاع وزارت کی د ېوې وېنا په ورکلو سره ولمانځله.

ښاغلي بش د عراق د جنگ نه دفاع وکړه او د عراق نه ېې د امرېکاېې قواو د وښکدلو په خلاف اخطار ورکړ.

د ښاغلي بش په وېنا که امرېکاېې عسکر د عراق نه ووځی نو دا کار به دټرورېستانو بری وی. بش حاضرېنو ته ووېل چه په کال دری د پاسه دوه زره مېلادی کی د قدرت نه د صدام حسېن لری کول مناسب اقدام چه ده وکړ، ځکه چه نړئ اوس ډېره مصونه ده.

د امرېکا جمهور رېس اعلان وکړ چه امرېکا باېد په عراق کی د ټرورېستانو په خلاف جنگ حتما وگټی. هغه ووېل که هلته مو دښمن مات کړ نو بېا به امرېکایېان په خپل کور د حملو وېره نه لری.

بش ووېل کېدی شی چه په عراق چه کوم پرمختگ په تېره موده شوی دی بېرته ضاېع شی.

په عېن وخت کی د عراق د جنگ مخالفانو نن د واشنگټن ډی سی په شمول په ټوله امرېکا کی مظاهری وکړی.

په شمالی کارولاېنا اېالت کی د په خپله وېنا کی د دېموکرات وگند کاندېد سناتور بارک اوباما اعلان وکړ چه د عراق جنگ امرېکا ته امنېت نه دی ورپه برخه کی، بلکه اوس ډېره غېر مصونه ده او هم ېې اېران، شمالی کورېا، طالبان او القاعده زړور کړی دی.

د دېموکرات گوند بلی کاندېدی سناتورې هېلری کلنټن هم د عراق په باب د دوشنبی په ورځ خبری وکړی او وېې وېل چه څلور زره امرېکاېې عسکر په دغه جنگ کی وژل شوی دی او هم ېې د امرېکا پوځی او اقتصادی قوت د گواښ سره مخامخ کړی دی.

بله مېاشت به په عراق کی د امرېکا سفېر او د پوځ عمومی قوماندان د عراق د جنگ د پرمختگ په باب کانگرس ته راپور ورکړی.

XS
SM
MD
LG