د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مایکل میولن: د امریکا ځمکني ځواکونه مات نه دي، بلکه ښایي مات شي


د امریکا د اردو لوی درستیز وایي د امریکا اردو په عراق او افغانستان کې د جگړو او د په نورو ځایونو کې د سخت دریځو د تاو تریخوالي په مقابل کې د مبارزې په وجه پوره ستومانه شوی.

د سمندري ځواکونو ستر جنرال میکل مولان وایي د امریکا ځمکني ځواکونه مات نه دي بلکه ښایي مات شي.‏

د امریکا د گډو ځواکونو لوی درستیز وایي ځواکونه ځکه تر سخت فشار لاندې دي چې په عراق، افغانستان او نورو ځایونو کې د تروریزم په مقابل کې په نړیواله جگړه بوخت دي.

هغه وایي په عراق کې د متحده ایالاتو د ځواکونو زیاتیدو امنیت ښه کړ، خو دغه پرمختیا هلته نیمگړې ده.

مایکل میولین: "نیمگړې هم عالي جناب، هغه اوږد مهاله خطرونه دي چې د نړۍ په نورو برخو کې د خپلو امنیتي تعهدونو په وړاندې ورسره مخامخ کیږو، کچیری مونږ هغه شیان په گوته نه کړو چې روانو جنگي عملیاتو زمونږ د ځواکونو، وسایلو، خلکو او د هغوی د کورنیو په وړاندې ایجاد کړي دي. څاه ډیر ژور دی، خو لایتناهي نه."

سترجنرال مولین د سنا د وسله والو ځواکونو د چارو کمیټې ته وویل چې د اردو ځواکونه باید د ١٥ میاشتو پر ځای ١٢ میاشتې جنگي عملیات ترسره کړي.

د سنا د کمیټې رئیس کارل لوین وایي په عراق کې د امریکایي ځواکونو زیاتیدل له ناکامۍ سره مخامخ دي، ځکه دې کار د عراقي فرقوي ډلو ترمنځ سیاسي پخلاینه رامنځ ته نه کړه.

‎ کارل لوین: "په څلورو کالو کې عراقي مشران په دې ونه توانیدل چې له هغه فرصت نه استفاده وکړي چې زمونږ زړورو عسکرو ورته مساعد کړی.

ډیر وخت شوی چې عراقي مشران څرگند او ساده پیغام اوري. مونږ هغوی پخپله له هغوی څخه نشو ژغورلی. دا د هغوی کار دی، نه زمونږ چې د لانجې د حل لپاره په لازمې سیاسي مفاهمې سره ملت په پښو ودرو.‏" ‎

دغه څرگندونې په کانگرس کې د دوو استعمایه جلسو څخه د یوې غونډې په ترڅ وشوی چې پنتاگون د ٢٠٠٩ کال لپاره د څه دپاسه ٥٨٥ ملیاردو ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده.

په دې د هغه څه یوه ډیره لږه برخه شامله ده چې په عراق او افغانستان کې د جگړې لپاره ورته اړتیا ده.

د دفاع وزیر رابرت گیټس وایي هغه نشي کولای چې په واقعي توگه د راتلونکي کالجنگي لگښتونه اټکل کړي، ځکه هغه نه پوهیږي چې د روان کال په اوږدو کې به څومره ځواکونه په عراق کې موجود وي.

رابرت گیتس: "که تاسې غواړی، زه به تاسې ته شمیره درکړم خو زه غواړم تاسې ته ووایم چې دغه شمیره به حتما غلطه وي، او ښایي پوره غلطه وي." ‎

رابرت گیټس وایي د پنتاگون پیشنهادي بودجه شل عشاریه پنځه میلیارده ډالره ده چې وکړای شي د اردو او سمندري ځواکونو شمیر زیات او د هغوي جنگي قابلیت لوړ کړي.

XS
SM
MD
LG