د لاس رسي وړ اتصالات

فهمیده مېرزا: دا ډېر په زړه پورې حالت ندى چې په پاکستان باندى حکومت وشى، خو دا حالت د کار وړ دى


د پاکستان پارلمان، د سېاسى زړغېو او شکونو په موجودېت کې اولنى ښځه د پارلېمان د مشرې په توگه وټاکله.

پاکستان د تېرې مېاشتى د ملى انتخاباتو راهېسى د قدرت له ستر بدلون سره مخامخ دى. د پاکستان د ملى پارلېمان پخواني رئېس د پارلمېان نوې مشرې ته واک او اختېار وسپاره.

د امرېکا غږ خبرېال، سټېف هارمن، له اسلام اباد نه رپوټ راکوى چې تر اوسه پورې د هېواد د راتلونکى صدراعظم دټاکلو په برخه کې، کوم پرمختگ ندى شوى.

لکه څنگه چې توقع کېدله د پاکستان اولسى جرگې خپله اولنى ښځېنه رئېسه وټاکله. چوهدري امېر حسېن چې د پاکستان د پارلېمان مشر او د جمهور رئېس پروېز مشرف پلوى دى، اعلان ېې وکړ چې د پاکستان په ملى شورى کې، ټولې ٣۴٢ چوکى موجودې دى.

امېرحسېن ووېل: "له هغې جملى نه ډاکټر فهمېده مېرزا د پاکستان د اولسى جرگې ٢۴٩ راېې گټلى دى."

ډاکټره فهمېده مېرزا به هغه پارلمېان کنترولوى چې دوه پخوانى رقېبان ېو دپېپلز گوند او بل د مسلم لېگ گوند د قدرت په شرېکولوکى له ېوه اوبل سره موافقه کړېده او دواړه به پارلمېان کې ناست وي.

مېرمن مېرزا ووېل چې دا ډېر په زړه پورې حالت ندى چې په پاکستان باندى حکومت وشى خو واېې چې دا حآلت د کار وړ دى.

مېرمن مېرزا ووېل: "په نړې کې هېچرته د خپلى خوښې حآلات موجود ندى. حتى زموږ په گاونډى هېواد هند کې هم اېتلافى حکومتونه موجود دى. نو په دې ډول پکار ده چې تاسى هم پوه شئ او دا هېواد هم باېدپه دې پوه شى چې د اېتلافې حکومت سره څنگه پر مخ ولاړ شى. په دې هېواد کې داېتلافې حکومت د منځته راوستلوپه برخه کې هېڅ غېر معمولى شى نشته."

رپوټ وايي دا چى څوک به د اېتلافى حکومت مشرى وکړى دا ستره پوښتنه تراوسه پورې بې ځوا به پاتى شوېده. د قدرت د شرېکولو د معاهدى په نظرکې نېولو سره باېد د پېپلز د گوند د کاندېد ملاتړ د هغوى د اېتلافى انډېوال گوند له خوانه خامخا وشى.

دا دواړه گوندونه په پارلېمان کې په کافى اندازه چوکې لرى نو، په دې توگه کولى شى چې هرڅوک چې په نوى پارلېمان کې کاندېد شى دوى دهغه ملاتړ وکړي.

که څه هم تر اوسه پورې کوم سړى د پاکستان د صدر اعظمۍ لپاره ندى نومول شوى خو د پېپلز گوند نطاقه شېرى رحمن د گوند د مشرانو دا خبره کوى چې تلوارمه کوۍ او سودا مه کوۍ، دا کار به وشى.

شېرى رحمن: "موږ نه غواړو چې دامسله وځنډوو خو خپرونى باېد په دې پوه شى چې گوندونه خپل مهال وېش ولرى او دهغه له مخى کار کوى، د بل چا په مهال وېش کا ر نه کوى. "

د پاکستان خپرونى وايي چې آصف على زردارى پرېکړه کړېده چې د پاکستان صدراعظم شى که څه هم هغه څو څو ځلى دا وېلى دى دى په دې کار کې کومه د لچسپى نلرى.

دى به اول هغه تورونه له ځان نه لېرى چې په دې باندى د ادارى فساد په برخه کې لگېدلى وو او د ځان لپاره په پارلېمان کې ېوه چوکۍ وگټى. داکار د حکومت د لوړو چوکېو لپاره ېو لازمى کاردى.

تمه ده چې گوند به وروسته ېو لنډ مهاله کاندېد ددى مېاشتى په اخر کې ونوموي. په پاکستان کې سېاسى شک او زړغۍ په داسى حال کې موجودې دى چې دا هېواد غواړى چې ددېموکراسى په لورى روان شى.

د پارلېمان ېو شمېر مهم او معتبر غړى غواړى چې غېر محبوب جمهور رئېس پروېز مشرف سلب اعتماد کړى.

ښاغلى مشرف تېره مېاشت اجازه ورکړه چې ملى انتخابات وشى. په همدغو انتخاباتو کې هغه گوند چې دده ملاتړ ېې کاوه هغه په انتخاباتوکې سخته ماتې وخوړه.

XS
SM
MD
LG