د لاس رسي وړ اتصالات

د سه شنبی په ورځ په ېمن کی د هاوان د گولئ اصل هدف په صنعا کی 'د امرېکا سفارت' ؤ


د امرېکی د خارجه وزارت ماموران اوس دی نتېجی ته رسېدلی دی چه د سه شنبی په ورځ په ېمن کی د هاوان د گولئ اصل هدف په صنعا کی د امرېکا سفارت ؤ.

د امرېکا خارجه وزارت په دی باب ېوه اعلامېه د سه شنبی په ورځ ناوخته خپره کړه.

دا مطبوعاتی اعلامېه واېې څرنگه چه دغه حمله اوس هم د تفتېش لاندی ده نو د سفارت ماموران نور څه معلومات په دی باب نه شی ورکولی.

د ېمن د کورنېو چارو د وزارت ماموران او پولیس واېې چه نامعلومو حمله کوونکو د ېمن په پاېتخت صنعا کی د جنکو ېو ښوونځی په تقرېبا دوو هاوانون باندی ووېشته، چه ېو امنېتی ملازم ېې وواژه او د ماشومانو په شمول ېې څو کسان زخمی کړل. دغه ښوونځې د امرېکا د سفارت څنگ ته پروت دی.

د سفارت ماموران واېې چه د سفارت ودانئ او ېا عملې ته څه تاوان په دغه حمله کی نه دی رسېدلی.

د امرېکا سفارت ددغه حملی نه ورسته وتړل شو او چا لا تر اوسه پوری ددی حملی مسوولېت په غاړه نه دی اخېستلی مگر د ابتداېې تحقېقاتو نه څرگندېږی چه کېدی شی دغه حمله د ېمن اسلامی جنگېالو کړی وی.

د امرېکا خارجه وزارت نوموړې حمله په کلکه وغندله.

ېمن د کال دوه زره ېو مېلادی نه وروسته تر اوسه پوری د امرېکا په مشرئ د ټرورزم په خلاف په جنگ کی د امرېکا ملگری دی او پخوا هم په خارجی سېلانېانو باندی په دغه هېواد کی حملی شوی دی.

XS
SM
MD
LG