د لاس رسي وړ اتصالات

د گوانتینامو په زندان کی، ېو کاناډاېې سړی وایی، مستننطېقېنو پری تېری او ظلم کړی دی


ېو کاناډاېې سړی چه د گوانتانامو په عسکری زندان کی بندی دی واېې چه د تحقېق په وخت، امرېکاېې مستننطېقېنو پری تېری او ظلم کړی دی؛ او مجبور ېې کړ چه په درواغو اعتراف وکړی.

د عمر قادر په نوم دغه سړي پرون د سه شنبی په ورځ په ېوه لېکلی بېانېه کی ووېل چه په افغانستان کی په کال دوه د پاسه دوزره مېلادی کې د نېول کېدو نه وروسته پری ډېر بد حال تېر شوی دی.

عمر قادر دا الزام هم لگوی چه عسکرو ېې په مخ باندی لاړی توکولی او د بی ابرو کولو گواښ ېې هم ورته کاوه. هغه واېې چه ما د زندان مسوولېنو ته ووېل هر څه چه تاسی غواړئ هغه به وواېم.

تېره هفته ېوه قاضی امر وکړ چه د عمر قادر مدافع وکېلان باېد ددی حق ولری د هغه امرېکاېې نظامی مامور سره وگوری او معلومات ورڅخه وغواړی چه د عمر قادر په خلاف ېې رېپوټ ترتېب کړی ؤ.

په عمر قادر باندی دا تور ؤ چه د لاسی بم حمله ېې په اېتلافی قواو باندی کړی وه، خو بېا ددغه تور شکل ماورېنو بدل کړ.

عمر قادر پنځلس کلن ؤ چه په افغانستان کی ونېول شو او گونتانامو ته راوستل شو.

XS
SM
MD
LG