د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د جمهوررئیس مرستیال په کابل کی د کرزي سره کتلی دي


د امریکا د جمهوررئیس مرستیال ډیک چیني په کابل کی د خپل ناڅاپي سفر په وخت کې د جمهور رئیس حامد کرزي سره کتلي دي . چیني خبر یالانو ته وویل چی امریکا او د ائتلاف نور غړي دې ته اړ دي چی په افغانستان کی زیاتي قواوي ولری چی ددې ملک د امنیت تضمین وسی . د ښاغلي چینی یوې نطاقي لي این میک برایډ وویل چی جمهوررئیس بوش د خپل مرستیال نه وغوښتل چی مخکی له دې چی بله میاشت د ناتو د مشرانو عالي جرگه شروع سی ، د ښاعلي کرزي سره وگوری . توقع کیږی چیني به په افغانستان کی دیره د امریکایی عسکرو سره هم وگوری . د امریکا ، ناتو او افغان قواوی د افغانستان په جنوبی او ختیځو سیمو کی د یاغی طالبانو د خونړیو حملو په مقابل کی په جگړو اخته دي . امریکا په دې هفته کی ٣٢٠٠ نور عسکر د افغانستان د کندهار ولایت ته چی د طالبانو کلک مورچل دی د اوو میاشتو خدمت د پاره استولي دي . دا عسکر وروسته له هغه واستول سول چی کاناډا گواښ وکړ چی که ناتو یوزر تنه نور عسکر افغانستان ته وانه ستوی نو خپلي قواوي به د هغه ملک نه را وباسی

دامرېکا غږ خبرېال سټېف هرمن له اسلام اباد نه په دې برخه کې دا رپوټ راکو ى چې ښاغلى چېنى په افغانستان کې دناټو موجودېت ددغه هېواد د اېنده لپاره ډېرمهم بولى.

کابل ته د ښاغلى چېنى له خوانه دا څلورم نا اعلا ن شوى سفر دى. ښاغلى چېنى غوښتنه کوى چې دناټو هېوادونه دافغانستان د جنگ ځپلى هېواد په مقابل کې په ټېنگه خپل تعهد ته ادامه ورکړى. د ناټو هېوادونه په دې غور کوى چې اېا افغانستان ته نور عسکر په داسى حآل کې ولېږى او که نه چې د ترهگرى خلاف جگړه په په اروپاکې خپل مقبولېت له لاسه ورکوى.

خو د امرېکا دجمهوررئېس مرستېال ډېک چېنى وايي چې ناټو دېته ضرورت لرى چې په افغانستان کې په کافى اندازه قوه وساتى چې له ېاغى طالبانو او القاعده سره مبارزه وکړى شى.

ښاغلى چېنى په دې برخه کې داسى وايي :)

(.. په نهاېت کې به دافغانستان امنېت په خپله دافغانستان په خلکو پورې اړه ولرى چې په کافى اندازه داسى قواوې برابرى کړى چې ښه روزنه او ښه تجهېزات ولرى. )

رپوټ وايي چې ښاغلى کرزى دافغانستان جمهوررئېسد ښاغلى چېنى څنگ ته د جمهورى رېاست په ماڼى کې سخت امنېت ېې نېول سوى و، ولاړ و. هغه ووېل چې دناټو موجودېت ته په افغانستا کې ترهغه وخت پورې ضرورت دى چې دا هېواد خپله ددې جوگه سى چې ځان وساتلى شى. ښاغلى کرزي داسى ووېل :

(... کله چې زموږ خپلى موسسى غښتلى سي، نو موږ به د نړېوالى ټولنى مسوولېت د افغانستان په ساتنه او د ترهگرى سره په جگړه کى کم کړو. )

رپوټ وايي افغانستان په خپله اوېازره پوځ لرى او ترمناسبى اندازې پورې ېې روزنه لېدلى ده، خو ددغه هېواد ددفاع وزارت وايي چې په زرگونو، نورو ته ضرورت لرى. اوس په افغانستان کې د ناټو د سولې ساتنى قوه ۴٣ زره عسکر لرى.

دامرېکا د جمهورى رېاست مرستېال ډک چېنى ووېل دى په دې متېقن دى چې په اسلام اباد کى به نوى سېاستمداران په دې پوهېږى چې دالقاعده قواوې چې دافغانستان او پاکستان په سرحد کې پرتې دى هغوى په دوى باندى هم حمله کولى شى. ښاغلى چېنى په دې برخه کې داسى ووېل : (٢)

(... موږ په دې عقېده ېو او زه فکر کوم چې ډېر خلک هم په دې عقېده دى چې ېو حکومت دا مسوولېت لرى چې خپله مستقله خاوره کنترول کړى . دا خبره ېقېنى کړى چې ددوى خاوره په خاصه توگه د ترهگرو ډلو لپاره د سېب ځاى او د پټېدو ځاى نه وى چې نور و ته زېان او تاوان ورسوى. او زه دا توقع کوم چې پاکستان به خپل دغه مسوولېت ترسره کړى. )

رپوټ وايي چې ښاغلى چېنى په خپلو خبرو کې هغو شکاېتونو ته اشاره وکړه چې پخوا دافغانستان چارواکېو کول چې پاکستان ترهگرانو ته اجازه ورکړېده چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ غرېزه علاقه کې د سېب ځاى پېدا کړى.

.

XS
SM
MD
LG