د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې یو ولسوال په چاړه وهل شوی او وژل شویدی:


دافغانستان په شمال کې محلی مقامات وائې، دجوزجان په ولایت کې یوولسوال نن دشنبی په ورځ په چاړه وهل شوی او وژل شویدی .

پولیسانو تراوسه پوری قاتل ندی نیولی مگر ماموران ددغې حملی ملامتی په یاغی طالبانو باند ی اچوی .

له بل پلوه دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وائې،امنیتی قواو دطالبانو دری قوماندانان او دهغوی دوه ساتونکی وژلی دی .

دغه وزارت نن دشنبی په ورځ یوه اعلامیه خپره کړیده چې وائې، یو څوورځی پخوادغه حمله د ارزگان په ولایت کې شوی وه .

همدغه راز پرو ن دجمعی په ورځ دافغانستان په جنوب کې یوزیارت ته نژدی چې ډیره گڼه گوڼه پکې وه، یوځانمرگی برید شوی و.

دمحلی پولیسو یوماموروویل، دکندهار ولایت دارعنداب په سیمه کې ځانمرگی هغه پولیس ته ځان نژدی په بم والوزاوه چې ددغه زیارت ساتنه ئې کوله . خلکو په دغه زیارت کې دنوی کال میله جوړه کړی وه .

په دغه حمله کې دپولیسو دری صاحب منصبان او یو ملکی کس هم زخمیان شویدی .

رپوټونه وائې، پرون دجمعی په ورځ په مزارشریف کې دسخی صاحب روضی ته نژدی دبم چاودنه شوی وه چې څلورتنه پکې زخمیان شوی وو.

XS
SM
MD
LG