د لاس رسي وړ اتصالات

دفقیدی بینظیر بهتو گوند دصدارت دمقام لپاره نن کاندید اعلانوی:


دحکومت دمخالفی فقیدی مشرې بیظیر بهتوگوند وائې، دا به نن دشنبی په ورځ دصدارت دمقام لپاره کاندید اعلان کړی .

توقع ده چې دبینظیر بهتو نولس کلن زوی بیلاول بهتو زرداری دپیپلزپارټی کاندید اعلان کړی .

مخکې متحده قومی تحریک چې دجمهوررئیس پرویز مشرف متحد دی، وویل، دروغ نیتی له مخی ددغه مقام لپاره دخپل کاندید نوم لیری کوی . دغه اقدام دپیپلز پارټی لپاره لاره اواروی چې بی له سیالی نه خپل کاندید ورته اعلان کړی .

په پارلمان کې دمتحده قومی تحریک مشر فاروق ستار وائې، دغه گوند غواړی چې په ائتلافی حکومت کې شامل شی .

دمیرمن بهتو گوند دفبروری دمیاشتی په پارلمانی انتخاباتو کې زیاتی څوکې لاس ته راوړی دی مگر دصدارت د مقام لپاره دکاندید کیدو په برخه کې دستونزی سره مخامخ دی .دگوند رئیس مخدوم هفیم امین او دپارلمان پخوانی رئیس یوسف رضا گیلانی په هغو کسانو کې راځی چې ددغه مقام لپاره مدعیان دی .

ټاکل شوی چې پارلمان ددوشنبی په ورځ دنوی صدراعظم په ټاکلو باندی رائې گیری وکړی .

په عینی حال کې دنیویارک ټائمز ورځپاڼی نن دشنبی په ورځ یو رپوټ خپور کړیدی چې وائې، دپاکستان نو ائتلاف حکومت وعده کړیده چې دافراطیانو سره خبری کوی چې دپاکستان په ښاری سیموکې ئې یولړ ځانمرگی حملی کړیدی .

ورځپاڼه لیکی چې مشر زرداری او دپاکستان مسلم لیگ نوازشریف ډلې پتیلی ده چې له ښاغلې مشرف نه پدی برخه کې بیله لاره غوره کوی چې هغه خپل ځان دتروریزم په خلاف جنگ کې دامریکا کلک متحد کړی و.

زرداری اوشریف دواړه وائې، تاوتریخوالی یوه کورنی ستونزه ده او پکارده چې پاکستانیان ئې پخپله حل کړی

XS
SM
MD
LG