د لاس رسي وړ اتصالات

یمن دامریکا په سفارت باندی دناکامی حملی ملامتی په القاعده باندی اچوی:


دیمن یو مامور دهغې حملی ملامتی په القاعده باندی اچوی چې پدی میاشت کې په پائتخت سناه کې دامریکاسفارت ئې هدف و.

دغه مامورچې نه غواړی نوم ئې یادشی وائې، ددغې حملی شک چې په چاراځی هغه دالقاعدی افراطی غړی همزآ الدیان دی . په الدیان او نورو کسانو باندی دا تورلگیدلی دی چې سفارت ته نژدی ئې دجنکو په ښونځی باندی دهاوانو دوه ډزی کړیدی . په دغه حمله کې دیمن دامنیتی محافظینو لږترلږه یو تن وژل شوی او دیو ماشوم په شمول یو شمیر نور کسان زخمیان شویدی .

دیو دپاسه ددوه زرم کال دسیپټمبر دیولسمی نټی دترورستی حملونه وروسته یمن دامریکاپه مشری دتروریزم په خلاف جنگ کې شامل شو.افراطیانو په دغه هیواد باندی یو شمیر حملی کړیدی چې هدف ئې خارجی سیلانیان ، دتیلو شرکتونه، امریکائې او فرانسوی کشتی وی .

دامریکا د ‏(‎‏USS‏)‎کول په نامه کشتی باندی حمله په داسی وخت کې شوی وه چې د دوه زرم کال داکټوبر په میاشت کې ئې دیمن دایډن په بندر کې لنگراچولی و. په دغه حمله اولس ‏(‎١٧ ‏)‎ تنه ماڼوگان وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG