د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف وایی د حکومت د راتلونکی صدر اعظم سره پوره همکاری وکړی


د پاکستان جمهور ریس پرویز مشرف وایی چی که څه هم د فبروری د میاشتی په پارلمانی انتخاباتو کی د ده ملاتړ گوند ماتی وخوړه، خو دی به د حکومت د راتلونکی صدر اعظم سره پوره همکاری وکړی.

ښاغلی مشرف نن په داسی حال کی چی د پاکستان د ملی ورځی په مناسبت پوځی رسم گذشت ترسره کیده په یوی وینا کی وویل چی په پاکستان کی د رښتیانی ډیموکراسی عصر پیل شوی دی.

ده د خپل حکومت نهه کاله د ډیموکراسی او پرمختگ په لور موده وبلله.

ده همداشان هیله څرگنده کړه چی که هر ډول راتلونکی حکومت مینځ ته راځی، خو چی سیاسی ثبات وساتی او د افراطیانو او ترورستانو پر خلاف مبارزی ته ادامه ورکړی.

د پاکستان په دی ملی ورځ کی د هغی ورځی په مناسبت نمانځنه کیږی چی په ١٩۴٠ کال کی هندی مسلمانانو د بیل ملک د جوړیدو غوښتنه وکړه.

ښاغلی مشرف یوه ورځ وروسته له هغه وینا وکړه چی د پاکستان د پیپلز گوند د پارلمان ریس، یوسف رضا زرداری، د صدارت د څوکی لپاره د خپل کاندید په حیث وټاکه.

XS
SM
MD
LG