د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: یوسف رضا گیلاني د صدر اعظم د څوکۍ لپاره و نومول شو


وروسته له هغه چې پرون د پاکستان پیپلز گوند مخدوم یوسف رضا گیلاني د هیواد د صدر اعظمۍ لپاره و نوماو، جمهور رئیس پروېز مشرف د دغې پرېکړې هرکلی وکړ.

د بېنظیر بوټو د صدر اعظۍ په وخت کې د پارلمان ویاند، یوسف رضا گیلاني، پرون د پارلمان د اکثریتي گوند لخوا د صدر اعظم د څوکۍ لپاره و نومول شو.

گیلاني د بېنظیر بوټو نږدې ملگری و او څلور کاله یې په دې تور په بند کې تېر کړي و چې د ١٩٩٠ لیسیزې په لومړیو کلونو کې یې د پارلمان د ویاند په توگه په فساد کي لاس درلود.

پرون په اسلام اباد کې په یوه خبري کنفرانس کې د گوند ویاند، فرحت الله بابر، د ښاغلي گیلاني نومېدل اعلان کړ: "‎د صدر اعظم د څوکۍ لپاره مونږ د کاندید په نومولو سره سلا شوي یو. زه وایاړم چې له مخدوم یوسف رضا گیلاني څخه و غواړم چې د شهیدې بینظیر بوټو په نوم دې دغه لوی مسئولیت په غاړه واخلي او د مشر په توگه دي ایتلافي حکومت او هیواد ته ویاړ ور په برخه کړي."‎

د صدراعظم نومېدل څو اونۍ وځنډه ول شو او داسې گنگوسې وې چې اصف زرداري دغه څوکۍ د ځان لپاره غوښته. نوموړی اوس له خپل نولس کلن ځوی بلاول سره په گډه د گوند د مشرتابه دندې په غاړه لري.

زردارې د فبرورۍ د اتلسم په انتخاباتو کې د پالمان څوکۍ ترلاسه نه کړه نو له دې کبله یې و نه شوای کولای چې د صدر اعظم د څوکۍ لپاره ځان کاندید کړي.

خو کېدای شي د منځنۍ دورې یا فرعي انتخاباتو کې په گډون سره د راتلونکي دوبي پورې پارلمان ته منتخب شي او په هغه صورت کې به گیلاني یواځي تر هغه وخت پورې د صدر اعظم څوکۍ د ده لپاره خوندي وساتي.

د صدر اعظم د څوکۍ لپاره د گیلاني د نومېدلو څخه وروسته د پاکستان جمهور رئیس پروېز مشرف په یوه وینا کې دا په هیواد کې د ډېموکراسۍ د یوې نوې دورې پیل و بالو: "‎وروڼو او خوندو تاسو وینۍ چې په هیواد کې د ډېموکراسۍ یوه نوې دوره پیل شوه."‎

په نوي حکومت کي به له پیپلز گوند سره د نواز شریف مسلم لیگ گوند هم گډ وي چې په کال ١٩٩٩ کې مشرفله واکه لري کړی و.

ټاکل شوې ده پارلمان به نوي صدر اعظم ته د دو شنبې په ورځ د تائید رایې ورکړي او ورسته به مشرف له هغه څخه لوړه واخلي.

د گیلاني خلاف به د مشرف د مسلم لیگ گوند ‏(‎ق‏)‎ گوند یو کاندید یواځي د یو سیمبول په حیث ولاړ وي. خو دومره ملاتړي نه لري چې د گیلاني په انتخاب کي خنډ جوړ شي

XS
SM
MD
LG