د لاس رسي وړ اتصالات

بوش: ایران د ملکي اتومي انرجي د درلودلو حق لر‎ي خو ...


د امریکا جمهور رئیس جورج بوش وایي ایران د ملکي اتومي انرجي د درلودلو حق لر‎ي خو که د سون مواد یې د بل ځای نه لاسته راوړي.

بوش زیاته وي په بل صورت کې هغه د ایران پر حکومت دا باور نه لری چې اتومي قوت لیوازي د ملکي ضرورت لپاره وکاروي.

ایران ادعا کوي چې د یورانیمو د غني کولو د پروگرام یوازینئ هدف یې د ملکي انرجی د اړتیاوو پوره کول دي خو امریکا او نور هیوادونو بیا وایي چې د ایران اصلي هدف د اتومي وسلې درلودل دي.

جمهور رئیس بوش د امریکا غږ د ایراني سرویس خبریالې، ستاره درخشش، ته ددې لانجې دا ډول حل وړاندي کړ:

"زه د ملکي اړتیاوو لپاره د اتومي انرجي درلودل منم. ایران یو خپلواکه هیواد دی او دا کار کولی شي. ستونزه په دې کې ده چې موږ د ایران پر حکومت باور نه لرو. هغوی د سون د موادو د غني کولو د پروسې په اړه ډیر واضحه نه دي. په همدې خاطر د روسیې وړاندیز چې په قراردادي ډول په متواتره توگه ایران ته د سون مواد ورکړې، به ستونزه حل کړې."

تر دې وړاندي په همدې میاشت کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پر ایران د یورانیمو غني کولو ته د دوام ورکولو له امله په دریم ځل بندیزونه ولگول.

د نویو بندیزونو له مخې به د نورو کارونو ترڅنگ د ایران د مالي ادارو څارنه ډیره شي او د هغو کسانو او شرکتونو دارایي به کنگل شي چې د ایران د اتومي پروگرام سره کومه راکړه ورکړه ولري.

د امریکا غږ سره په مرکه کې جمهور رئیس بوش د ایران د منزوی توب عامل د ایران د حکومت تگلاره وبلله. د ایران رهبرانو د یورانیمو د غني کولو د هیلې د پوره کولو له امله یو ستر هیواد منزوي کړی دی. د حل لار یې شته.

د ایران مشران په دې پوهیږي چې د حل لار یې شته یعنې د یورانیمو غني کول په تثبیت شوي توگه بند کړې او د نورو هیوادونو سره د بیلگې په توگه د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا سره ښې اړیکې جوړې کړې.

بلخوا تیره اونی د ایران په پارلماني انتخاباتو کې د رای اچونې نه وروسته، جمهور رئیس احمدي نژاد یو ځل بیا د ملگرو ملتونو د امنیت شورا وغندله او وویل چې لویدیځه نړی ایرانیان سم نه پیژنې.

ایران ویلي دي د اتومي پروگرام په اړه د امنیت د شورا سره نه بلکې یوازي د اتومي انرجي د نړیوالې ادارې سره همکاري کوي.

جمهور رئیس بوش په داسي حال کې د ایران پر مسله باندی خبرې وکړې چې ایرانیان د نوي کال پیل نوروز لمانځي.

په دې مناسبت جمهور رئیس بوش د ایران اولس ته په خصوصي پیغام کې وویل: ”د امریکا اولس د ایران د اولس عزت کوي. موږ د ایراني کلتور او تاریخ عزت کوو. مونږ د حکومت سره توپیرونه لرو خو د خلکو عزت کوو او غواړو چې خلک یې په یوه آزاده ټولنه کې ژوند وکړې."

بلخوا د نوروز د رخصتي په ورځ زیاتره ایرانیانو بهرنیو خبریالانو ته ویلي دي چې د راتلونکې کال لپاره د قوي اقتصادي پرمختگ هیلې لري.

XS
SM
MD
LG