د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف په پاکستان کې ددېموکراسى د سهار ستاېنه کوي


د پاکستان جمهور رئېس، پروېز مشرف وايي دده هېواد د مطلقه حکومت له څوکلونو نه وروسته، ددېموکراسى ېوه نوي پړاو ته ور داخلېږي.

د امرېکا غږ خبرېال سټېف هرمن له اسلام اباد نه رپوټ راکوى چې پروېز مشرف د پاکستان د دملى ورځى په مناسبت د خپل رژېم دا ښېگړه هم ېاده کړه چې په پاکستان کې ېې د ملکى رژېم د راوستلو لپاره لاره اواره کړه.

په پاکستان کې د پوځ د مېکانېزه پېاده قوې نه نېولى تر پرستارانو پورې د د پروېز مشرف او نورو معتبرو قومى مشرانو له مخى د رسم گذشت په ډول په داسى حال کې تېرې شوې چې پرسر باندى ېې غوږ کڼوونکې جېټ الوتکى تېرېدلې.

پاکستان خپله ملى ورځ لمانځله. رپوټ لېکى د پاکستان اوسنى جمهور رئېس چې خپل محبوبېت ېې له لاسه ورکړېدى، په ١٩٩٩ مېلادى کې په ېوه کودېتا کې قدرت ته ورسېده، په خپل ملکى لباس کې راښکاره شو.

پرښاغلى مشرف باندى د سېاسى فشار له امله هغه د تېرکال په نوومبر کې د پوځ له مشرۍ نه استعفى وکړه.

ښاغلى مشرف د پاکستان د ملى ورځې په مناسبت، په ملى ستادېوم کې په خپله وېنا کې په پاکستان کې د واقعى دېمکراسى نوى پړاو وستاېه. د پاکستان جمهور رئېس خپله اته کلنه نظآمى دوره د دېموکراسى په لورېو سفر وباله.

هغه په دې برخه کې داسى ووېل : "زه په تېرو اتو کلونو فخر کوم، ځکه چې موږ نه ېوازې د اصلى جمهورېت د بنسټ ډبره کېښوده بلکه موږ پاکستان د سو کالى او پر مختگ په لاره روان کړ."

دا خبره ېقېنى نده چې اېا دى به کله بېاهم دداسى مراسمو مشرى وکړى او که نه. هغه نگران حکومت چې هغه ټاکلى ودهغوى ېو څو ساعته وخت نور پاتى دى. ښاغلى مشرف به د سه شنبى په ورځ ېوه نوى منتخب صدر اعظم ته د وفادارى سوگند ورکړي.

رپوټ وايي داخبره ېقېنى ده چې ېوسف رضا گېلانى به د پاکستان د پېپلز گوند له خوانه صدر اعظم وى.

د ېکشنبى په ورځ خبرېالانو هغه ته ووېل چې اېادى په دې باور لرى چې پنځه کلونه به په اقتدار کې تېر کړى او که نه.

ښاغلى گېلانى په دې باب داسى ووېل : "موږ دلته ددې لپاره نه ېو راغلى چې دا وشمېرو چې څو ورځى به په ملى شورى کې تېروو. خلک هم دا اندېښنه نلرى چې اېا موږ به پنځه کلنه دوره پوره کړو او که نه. د خلکو ېوازېنى اندېښنه داده چې موږ به خپل ملت ته څه وکړى شو او که نه."

پاکستان د نظامى کودېتاگانو تارېخ لرى او همدارنگه جمهور رئېس پکى صدر اعظم له کارنه برطرفوى. له ېوسف رضا گېلانى سره همدا اوس دا فهم موجود دى چې دى به د آصف على زردارى په مزاج برابر حکومت کوى.

اصف على زردارى د پېپلز گوند د رئېس مرستېال دى او د بېنظېر بهټو خاوند و. د خلکو دا اټکلونه ډېر قوى دى چې اصف على زردارى په خپله غواړى چې د پاکستان صدر اعظم شى.

کېدى شى هغه دا کار د څو مېاشتو په موده کې وکړى. د پاکستان د پېپلز گوند په دى موافقه کړېده چې د خپل پخوانى سېال د پاکستان مسلم لېگ سره چې نواز شرېف ېې مشرى کوى اېتلافې حکومت جوړکاندى.

د انتخاباتو په وخت کې دواړو گوندونو د ښاغلى مشرف له مطلقه حکومت سره خپل مخالفت څرگند کړ. ددغه نوي اېتلاف ډېر غړى دا غواړى چې ښاغلى مشرف ېا استعفى وکړى او ېا له جمهورى رېاست نه برطرف شى.

د جمهور رئېس پروېز مشرف او د شورى د غړېو تر منځ ېوه بله مقابله هم راروانه ده.

د پاکستان پېپلز گوند او د نواز شرېف د پاکستان مسلم لېگ په دې موافقه کړېده چې د هېواد قضائېه قوه به بېرته په خپلو وظاېفو باندى وگومارى.

دغه قضائېه تېر کال ښاغلى مشرف بر طرف کړې وه. ښاغلى مشرف د خپلى وېنا په ترڅ کې په نوي حکومت باندى غږ وکړ چې د ټولنېزو اواقتصادى کارونو په برخه کې پر مختگ ته ادامه ورکړى.

ښاغلى مشرف په دې برخه کې داسى ووېل: "د ترهگرى او افراطېت د لعنت پر خلاف به خپل جد او جهد ته همېشه د پخوا په څېر په قوت سره ادامه ورکړو."

رپوټ وايي چې ښاغلى مشرف د ترهگرى خلاف نړېواله جگړه کې د واشنټگټن ډېر کلک انډېوال دى.

دا لامعلومه نده چې د دېموکراسى په اصولو منتخب نوى مشران به دهغو امنېتى خطرونو سره چې هېواد ېې ورسره مخامخ دى په هماغه ډول مقابله وکړى او نه بله مختلفه لاره به غوره کاندى.

XS
SM
MD
LG