د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې امریکایی قواو د ایستر مذهبي رخصتی ونمانځله


په کابل کې امریکایی قواو د ایستر سندی په نوم خپله مذهبي رخصتی په خپلو پوځي کمپونو کې ونمانځله.

په امریکایی قواو کې مذهبي راهب کپتېن نچ وویل ددی مذهبي مراسمو په تر سره کیدو د عسکرو سره مرسته کیږی چی په افغانستان کې د خپل ماموریت په دوان کې د خطرونو سره مخه وکړای شي.

قوماندان نچ وویل کله چې عسکر د جنگ جبهې ته ځي نو ددوی سره په زړه کې دا ډاډ وي چې د هغوی خدای ورسره دی او د زړه ایمان به دوی ته قوت، د زړه صبراو د دماغ ارامتیا وبښي. او همدا قوت به دوی د گواښونو نه هم وساتي.

په یوه بل خبر کی، د جمعی په روځ زیات شمیر افغانان په کورونو او رستورانونو کې د خپلو تلویزیونونو مخی ته ددی دپاره را ټول شوی و چی د افغان ایدل د هنري خپرونی وروستی سیالي وگوری. ددی هنری سیالۍ نه وروسته ددی مسابقاتو گټونکی اعلان شو.

په کابل کې د یو نړیوال هوټل په لوی صالون کې دوه و وروستیو پاتی برخه والو د کمرې په وړاندی مقابله وکړه چی وروستی سیالي نولس کلن رفیع ناب زاده چی په خټه تاجک دی او زیاتره یو سپینه چرمي کرتی اغوندی، وگټله.

XS
SM
MD
LG