یو افغان مامور وايي په تیر یوه کال کې د مخدره موادو ضد سل تنه پولیس وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت معيین جنرال محمد داود داود نن د دوشنبې په ورځ وویل چې د مخدره موادو د ضد پولیسو په مخکې اصلي خنډ ناامني ده، دا ځکه چې کوکنار په ډیرو خطرناکو او ناامنه سیمو کې کرل کیږي.د جنرال داود په وینا، له دې ټولو خنډونو سره سره پولیسو دا کار کړېدى چې ١٣ ولایتونه په بشپړ ډول د کوکنارو له کښت څخه پاک کړي.
هغه وايي حکومت په پام کې لري چې په روان کال کې ٢٢ ولایتونه د کوکنارو له کښت څخه پاک کړي.
ملگري ملتونه وايي افغانستان د ټولې نړۍ ٩٣ فیصده غیر قانوني مخدره مواد تولیدوي.
د ملگرو ملتونو د مخدره موادو او جنايي جرمونو اداره وايي د مخدره موادو قاچاق د یاغي طالبان لپاره مالي منبع ده.