د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پارلېمان دېته ځان چمتو کوى چې نوى صدر اعظم وټاکي


د پاکستان پارلېمان دېته چمتودى چې نن ددوشنبى په ورځ د پاکستان نوى صدر اعظم وټاکى.

نېژدى ېوه مېاشت به کېږى چې د پاکستان دجمهور رئېس پروېز مشرف سېاسى ملاتړ په عمومى انتخاباتو کې مات شول.

د پاکستان پېپلز گوند د پارلېمان پخوانى نطاق او رئېس ېوسف رضا گېلانى د شنبى په ورځ د دغې چوکۍ لپاره وټاکه.

ښاغلى گېلانى به د پروېز الهى سره چې د پاکستان د مسلم لېگ گوند ېو معتبر غړى دى انتخابى مقابله کوى. هغه د پروېز مشرف پلوى دى.

رپوټ واېې تمه ده چې ېوسف رضا گېلانى به دغه راېې وگټى ځکه چې دده گوند او ددوى اېتلافى ملاتړ د پاکستان په ملى شورى کې ډېر غټ اکثرېت لرى.

ښاغلى گېلانى د مېرمن بېنظېر بهټو د صدارت په دوېمه دوره کې د ملى شورى رئېس و. پردې سر بېره هغه څوکلونه د ادارى فساد په تورونو باندى په زندان کې هم تېرکړېدى.

وېل کېږى چې دغه تورونه په سېاسى لحاظ په هغه لگول شوي ول. رپوټ دا هم وايي چې ښاغلى مشرف به د سه شنبى په ورځ نوى صدر اعظم ته د فادارى سوگند ورکړى.

ښاغلى مشرف د ېکشنبى په ورځ ووېل چې دى به له نوى حکومت سره خپل پوره ملاتړ ملگرى کړى.

پروېز مشرف په اسلام اباد کې د پاکستان د ورځى د لمانځلو په مناسب ووېل چې په پاکستان کې د دېموکراسى ېوه واقعى او نوې دوره شروع شوېده.

هغه د خپلى وېنا په ترڅ کې له خپلى نهه کلنى نه دورى نه دفاع وکړه او وې وېل چې دا دوره د دېموکراسى او انکشاف په لور د سفر دوره وه.

د پاکستان ورځ پرون ددى لپاره لمانځل کېدله چې په ١٩۴٠ مېلادى کى د هند مسلمانانو دا پرېکړه لېک تصوېب کړ چې د خپل ځان لپاره ېوه جلا وطن وغواړى.

XS
SM
MD
LG