د لاس رسي وړ اتصالات

الظواهرى د امرېکا او اسرائېلو د گټو خلاف برېدونو ته خلک هڅوي


د القاعده ډلى دوېم لمبر مشر اېمن الظواهري غږ کړېدى چې هغه تهاجمى حمله چې اسراېېلو په دې تازه وختو کې په غزه کى وکړه د هغى په غچ او کسات کې دى د امرېکا او اسرائېلو پر اهدافو باندى حملى وسي.

په هغه ټېپ شوى اواز کې چې نن په انټرنېټ کې خپور شوېدى الظواهرى د اسرائېلو او امرېکا د گټو خلاف برېدونوته هڅونه کوى او وايي چې په هغو کسانو هم حملى وشى چې د مسلمانانو خلاف په تېرى او تجاوز کې برخه اخلى.

هغه ووېل چې حملى باېد د اسراېېلو او فلسطېنېانو په خاورې پورې محدودې نه وى.

هغه پر خپلو پلوېانو باندى غږ کړېدى چې پېسى راټولى کړى، منظم پلان جوړ کړى او حملى وکړى.

الظواهرى دعربانو پر مشرانو باندى هم دا تور لگولى دى چې له امرېکا او اسراېېلو سره همکارى او ملگرتېا کوى چې فلسطېنېان په غزه کې کلابند کړى.

ددغه ټېپ شوى اواز دروغ او رېښتېا نشى تائېد کېدلى. داېمن الظواهرى ټېپ شوى اواز په هغه اسلامى وېب ساېټ کې خپور شوى و چې معمولا د القاعده پېغامونه خپروى.

په هغه جلا ټېپ کې چې تېره اونى خپور شوى و دالقاعده مشر اسامه بن لادن پر فلسطېنېانو باندى غږ کړى و چې مذاکرات رد کړى او د اسرائېلو خلاف له اوسپنىاو اور نه کار واخلى.

هغه غږ چې وېل کېږى د بن لادن دى پر مسلمانانو باندى ېې غږ کړېدى چې د عراق له ېاغېانو سره د فلسطېن د ازادى لپاره همکارى او ملاتړ وکړى.

د دغه ټېپ دروغ او رېښتېا هم اوس نشى معلومېدلى.

XS
SM
MD
LG