د لاس رسي وړ اتصالات

د تبت جلا وطن حکومت وايي په مظاهرو کې ١٣٠ کسان وژل شوېدى


په هند کې د تبت جلا وطن حکومت وايي په تبت کې د هغو اخ او ډب په نتېجه تراوسه پورې ١٣٠ کسان وژل شوېدى چې د چېن د چارواکېو او د تبت د مظاهره چېانو ترمنځ په تبت کې روان دى.

د تبت جلاوطنو ډلو پخوا وېلى وو چې د تبت په مرکز لهاسه کې اتېا کسان په اخ او ډب کې وژل شوېدى او د چېن په نورو اېالتونو کې له پولېسو په نښتو کې تقرېبا شل تنه مظاهره چېان ووژل شول.

خو د چېن حکومت وايي چې د تېرې اونى د مظاهرو له کبله په بلواگانو کې ١٩ کسان وژل شوېدى.

په نړى کې د بشرى حقوقو ډلو غږ کړېدى چې څرنگه چې چېن په تبت کې سخت اقدامات پېل کړېدى نو د سږکال په اگست دى د اولمپېک لوبى په چېن کې بندى شى.

د اولپېک د لوبود نړېوالې کومېټى رئېس راکوېس روگ نن په اولمپېا کې خبرېالانو ته ووېل چې داولمپېک نړېواله کومېټه په تبت کې د تشدد له امله اندېښمنه ده.

هغه له اسوشېتېد پرېس سره په ېوه مرکه کې ووېل چې دى له چېن او د بشرد حقوقو له نورو ډلو سره په چېن او تبت کې په خاموشه دېپلوماسى کې برخه اخلى.

خو هغه د چېن له محکومولو نه ډډه وکړه او وې وېل چې پکارده د اولمپېک لوبى له سېاست نه لېرى پاتى شى.

خو هغه ووېل چې د اولمپېک نړېواله کومېټه به د نړۍ له نورو مشرانو سره دتبت د مسلى د ېوه سوله ئېز حل لپاره غږ وکړى.

XS
SM
MD
LG