د لاس رسي وړ اتصالات

د اولمپېک لوبى سږ کال د چېن په پېکنگ کې کېږي


څرنگه چې د اولمپېک لوبى دېونا د اولمپېا په لرغونى ښار کې پېل شوېدى نو ددغو لوبو مشال ېې نن ددوشنبى په ورځ په خاصو مراسمو کې د لمر د وړانگو په واسطه ولگاوه.

که څه هم امنېتى حالات ډېر ټېنگ ول خو د تبت دوو ملاتړو مظاهره چېانو کوشش وکړ چې د چېن د اولمپېک د کومېټى د مشر لېو کي خبرى په دى مناسبت گډې وډې کړى.

مظاهره چېانو ېو داسى بېرغ وسپړلو چې د پېکنگ د لوبوسره ېې دمقاطعى غوښتنه کوله.

په داسى حال کې چې د اولمپېک لوبى رانېژدى کېږى هغه ډلې چې د بشري حقوقو د ډلو نماېندگى کوى هغوى خپل دې کارته زور ورکړېدى چې د چېن د بشرى حقوقو په سابقه باندى په تبت کې انتقاد وکړى.

هغه ډلې چې د تبت سره خواخوږى لرى هغوى غږ کړېدى چې د اولمپېک مشال چې له تبت نه چېن ته تېرېږى هغه برخه دې له پروگرام نه قطع شى. په ېونان کې به د نن ورځى له مراسمونه وروسته د اولمپېک مشال پېکنگ ته سفر وکړى.

تردې وروسته به د مارچ په ېودېرشمه نېټه به په نړئ کې گرد چاپېره په خپل سفر پېل وکاندى.

XS
SM
MD
LG