د لاس رسي وړ اتصالات

آکسفم: افغانستان ته د بشپړو مرستو د نرسیدلو عوامل


مرسته ورکونکو هیوادونو خپلی هغه وعدی ندی پوره کړی چې د افغانستان سره ئې کړی وی.

د مرستو د رسولو مهمی بین المللی مؤسسې وائې، تقریبآ لس میلیارده ډالر چې افغانستان سره ئې وعده شوی وه، تر اوسه پوری افغانستان ته ندی ورکړل شوی.

د غیر دولتی مؤسسې اکسفام چې مرکزئې په بریتانیه کې دی، رپوټ وائې، لویدیځ ملکونه چې خپلې وعدې ئې ندی پرځای کړی، په افغانستان کې د سولې امکاناتو ته تاوان رسوی.

د اکسفام رپوټ پوره تنقیدی اړخ لری. دغه رپوټ وائې، دیو د پاسه په دوه زرم کال کې مرسته ورکونکو هیوادونو د افغانستان سره د پنځه ویشتو میلیاردو ډالرو مرستی وعده کړی وه مگر له دغو پیسو نه یوازی پنځلس میلیارده ډالر افغانستان ته ورکړل شویدی.

اکسفام د کمبود په نامه رپوټ افغانستان ته د مرستو د رسولو د غیر دولتی مؤسسو د انسجام د اداری اکبر لپاره تیارکړیدی.

د اکبر په اداره کې د اکسفام په شمول د مرستو د رسولو څلورنوی مؤسسې شامل دی.

د رپوټ لیکوال مات والډمن امریکا غږ ته وویل، ښائې چې امنیتی موضوعاتو مرسته ورکونکی هیوادونه افغانستان ته د مرستو په ورکولو کې زړه نازړه کړی وی.

ښاغلئ والډمن وائې: "زه فکر کوم چې امنیت یو عامل وی، مگر بل مهم عامل ئې د حکومت کمزوری ده. زه فکر کوم چې اداری فساد بله ستونزه ده. دغه دوه مهم عوامل دی چې افغانستان ته دغه مرستی ندی رسیدلی."

مگر والډمن وائې، پکار ده چې مرسته ورکونکی هیوادونه خپلې وعدی پرځای کړی. د اکسفام په رپوټ کې ددغو مرستو د استعمال په لارو چارو باندی هم انتقاد شویدی. د دغو مرستو څلویښت فیصده بیرته مرسته ورکونکو هیوادونو ته د مشورو د فیس او هغو افغانانو ته ورکول کیږی چې له بهرنیو ملکونونه بیرته افغانستان ته ورغلی دی.

رپوټ وائې، افغانستان ته چې مرستی ورکول کیږی، د هغو نیمائې له قید او شرط نه خالی ندی چې وائې، د مرسته ورکونکو ملکونو نه باید خدمتونه یا منابع لاس ته راوړل شی.

ښاغلئ والډمن وائې، اکثره وخت پروژی چې هدف ورنه مرسته کول دی، د محلی خلکو د مشوری نه په غیرپیل کیږی او دی وائې، په عمومی توگه د پروژو ترمنځ انسجام او شفافیت نه لیدل کیږی.

ښاغلئ والډمن وائې: "ځینی وخت دا ډیرمشکله ده چې دا خبره څرگنده شی چې مرسته ورکونکی څه غواړی چې وکړی، کومی پروژی دوی لری، څومره لگښت ورباندی کیږی، څومره گټه رسوی او د افغانی منابعو سره څومره مرسته کوی.

ځکه نو د شفافیت لپاره ډیر ضرورت احساس کیږی چې مرسته ورکونکی هیوادونه ددوی د اجرآتو له مخی ارزیابی کیږی. که موږ ستونزی په گوته کړو نو له هغې نه وروسته ئې حل کولای شو."

امریکا د افغانستان سره له ټولو مرسته ورکونکوهیوادونو نه زیاته مرسته کوی. د یو د پاسه د دوه زرم کال نه راپدی خوا د ټولی مرستی دریمه برخه امریکا د افغانستان سره کړیده.

نور مهم مرسته ورکونکی هیوادونه جاپان، بریتانیه، اروپائې اتحاد، نړیوال بانک، المان او کاناډا دی.

رپوټ وائې، فرانسه او هسپانیه دوه اړخیزه ونډه اخلی. رپوټ وائې، په داسی حال کې چې امریکائې پوځ په افغانستان کې په یوه ورځ کې سل میلونه ډالرمصرفوی، ټول مرسته ورکونکی هیوادونه په گډه په یوه ورځ کې په اوسط ډول اوه ‏(‎٧‏)‎ میلونه ډالر لگښت لری.

ښاغلئ والډمن وائې، امنیت او بیا ودانول دیو بل متمم دی او بیا ودانول دومره مهم دی څومره چې د امنیت ټینگول مهم دی.

XS
SM
MD
LG