د لاس رسي وړ اتصالات

بوش: د امریکایي عسکرو سرښندنه به په عراق کې ارزښتمنه نتیجه ورکړي


د امریکا جمهور رئیس، جورج بوش د عراق د جگړې د قربانیانو د یادښت او درناوي په ترڅ کې وعده وکړه چې د امریکایي عسکرو سرښندنه به په هغه هیواد کې ارزښتمنه نتیجه ورکړي.

ښاغلي بوش د دوشنبې په ورځ د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې په نړۍ کې د امریکا د دیپلوماتیکې ستراتیژۍ په هکله وویل، هغه پخوا دغه وعده کړې او تر هغه هم چې واکمن دی په دې تاکید کوي چې د امریکایي عسکرو وینه په عراق کې بې ځایه نه ده توی شوی.

دا په داسې حال کې دي چې په عراق کې د پنځو کالو په ترڅ کې د امریکايی عسکرو تلفات څلور زرو ته رسیدلي دي.

له بلې خوا د امریکایي ځواکونو قوماندانانو او د امریکا سفیر پرون د ستلایت له لارې خپل لنډ راپور جمهور رئیس ته وړاندې کړ.

XS
SM
MD
LG