د لاس رسي وړ اتصالات

مقتدا الصدر په ټول عراق کې د بغاوت کولو گواښ کړېدى


د عراق شېعه ملا مقتدا الصدر په داسى حال کې گواښ کړېدى دده د مهدى له پوځ سره د امنېتى قواو سخته جگړه روانه ده، او وېلى ېې دى چې په ټول ملک کې به بغاوت پېل شى.

د ښاغلى صدر ېوه مرستېال په هغه وېنا کې چې د سه شنبى په ورځ دده ېوه مرستېال خپره کړه ووېل چې دى به بغاوت پېل کاندى که چېرى دده د پوځ د غړېو پر خلاف حملى بندى نشى.

عراقي مقامات وايي په جنوبي ښار بصره کې د دولتي قواوو او شعیه یاغیانو تر منځ په سخته جگړه کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او تر ١٨ زیات زخمیان دي.

د عراق پوځي مقامات وايي، امنیتي ځواکونو د شعیه ملا مقتدا الصدر له پلویانو سره جگړه کړې ده.

نظامي مقامات وايي په همدغه سیمه کې د شعیه ملیشو په خلاف یې پراخ عملیات پیل کړي دي.

عیني شاهدان وايي د جنگړې له نښتلو وروسته یې لیدلي چې د ښار له مختلفو برخو څخه لوگى پورته کیږي. په بصره کې د برتانیې پوځي مقامات وايي د عراق صدر اعظم نوري المالکي په بصره کې د روان حالت د څارنې لپاره هغه ښار ته ورغلی دی.

دغه اوسنى شخړه هغه اوه مېاشتنى اوربندکې چې مقتدا الصدر ېې غوښتنه کړى وه، نور مشکلات او ستونزې هم زېاتوى.

په عېن حال کې دامرېکا پوځ وايي داېتلاف قواو پنځه تنه مشکوک افراطېان وژلى دى او څوتنه نور ېې زخمى کړېى.

XS
SM
MD
LG