د لاس رسي وړ اتصالات

هرات: د پولیسو په یوې گزمې باندی حمله


افغان پولیس وایی چی یاغي طالبانو د افغانستان په لویدیز کی د پولیسو په یوې گزمې باندی پټه حمله کړې، څلور پولیسان او دوه ملکي خلک یې چی په ډزو کی گیر راغلي وو، وژلي دي.

دا پېښه پرون ددوشنبې په ورځ په هرات کی شوې ده.

له بلي خوا د افغانستان ددفاع وزارت ویلي دي چی د زابل په ولایت کی افغان عسکرو پرون د جگړو په لړ کی یو شمیر یاغي طالبان وژلي دي.

په دې باب نور تفصیلات نه دي ورکړه شوي. یاغي طالبانو هوډ کړی چی په افغانستان کی به د افغان، ناتو او امریکا د قواو په مقابل کی خپلو ‏حملو ته دوام ورکړی.

XS
SM
MD
LG