د لاس رسي وړ اتصالات

مصر دا پلان لرى چې خپله اولنى اټومى بټۍ جوړه کړى


روسېې او مصر ېوه داسى معاهده لاسلېک کړېده چې د هغى له مخى نه به روسېه اجازه ولرى چې په هغو قراردادونو باندى دواطلبى وکړى چې په مصر کې د اټومى بټى د جوړولو لپاره کېږى.

ددغو دواړو هېوادونو د اېنرژى چارواکېو نن د سه شنبى په ورځ د ښاغلى وېلادېمېر پوټېن په کور کې چې مسکو ته نېژدى دى دغه تړون لاسلېک کړ.

ښاغلى مبارک ددغو خبرو لپاره نن د سه شنبى په ورځ په روسېه کې دى او هلته ېې دهغه هېواد له صدر اعظم وېلادېمېر پوټېن او د هغه منتخب جانشېن ډېمېټرى مېډوېډوف سره ملاقات وکړ.

د مصر جمهور رئېس حسنى مبارک رپوټ وايي مصر دا پلان لرى چې خپله اولنى اټومى بټۍ جوړه کړى. روسېې په څو نورو هېوادونو کې اټومى بټۍ جوړې کړېدى او هېله لرى چې خپل دغه صنعت نور هم پراخه کړى.

ښاغلى پوټېن مصر د اسلامى نړى د ېو مشر په حېث وستاېه او د دواړو هېوادونو د همکارېو په برخه کې ېې د ستراتېژېک اهمېت په لرلو باندى ټېنگار وکړ.

د روسېې خپرونو ددې خبرى رپوټ هم ورکړېدى چې روسېه ددې لپاره هم کوشش کوى چې په مصر باندى ېو څه وسله خرڅه کړى.

دا تمه هم شته ده چې حسنى مبارک او د روسېې چارواکى د منځنى ختېځ د سولى بهېر باندى بحِث وکړى.

او د یوه بل خبر په اساس، د مصر نظامى محکمى بېاهم هغه فېصله ځنډولې ده چې په هغې کې ېې د اخوان المسلمېن د گوند څلوېښت کسان محاکمه کړېدى.

پرهغوى باندى دا تور لگول شوېدى چې په ېوه غېر قانونى گوند پورې اړه لرى. د محکمى فېصله به اوس د اپرېل دمېاشتى په پنځلسمې پورې اړه لرى. دا نېټه ځو څو ورځى وروسته له هغه نه چې ددغه هېواد محلى انتخابات به پاېته رسېدلى وي.

په دغو انتخاباتو کې د اخوان المسلمېن گوند د مصر له حآکم گوند سره مقابله کوى. د مخالف گوند سېاستمدارانو نن د سه شنبى په ورځ ووېل چې دا ېوسېاسى اقدام دى.

د مصر جمهور رئېس حسنى مبارک ېو کال مخکى امرکړى و چې دا څلوېښت واړه په ېوه نظامى محکمه کې محآًکمه سى. پ

رهغوى باندى د غېرقانونى پېسو د قانونى کولو او ترهگرى تورونه لگېدلى وو. د څلوېښت کسانو له جملى نه د مصر له حکومت سره ٣٣ کسان د ٢٠٠٦ کال د ډېسېمبر دمېاشتى راهېسى بندېان دى.

د اخوان المسلمېن گوند وايي چې پولېسو ددغه گوند اوه سوه کسان د تېرې مېاشتى راهېسى بندېان کړېدى.

ددغه گوند چارواکى وايي چې د مصر حاکمان د اپرېل د مېاشتې په اتمه نېټه په انتخاباتو کې خپل ځان ته تاوان رسوى ځکه چې د دوى د لسو زرو کاندېدانو له جملى نه ېې ېوازې ٦٠ تنو ته اجازه ورکړېده چې خپل ځانونه کاندېد کړى.

XS
SM
MD
LG