د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف: ‎مونږ مشرف د یوه غیر قانوني جمهور رئیس په توگه پېژنو


په داسې حال کې چې په پاکستان کې نوي صدر اعظم لوړه اخیستې امریکا، د باندنیو چارو دوو لوړ پوړو چارواکو پرون پاکستان ته د خپل سفر په درشل کې د هیواد له سیاسي مشرانو سره د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړېکو په هکله خبرې تر سره کړې.

د امریکا د باندنیو چارو مرستیال وزیر، جان نیگرو پونټې او د جنوبي آسیا لپاره د امریکا د باندنیو چارو مرستیال وزیر، رچرډ بوچر، پرون اسلام اباد ته د رسېدو سره سم د مسلم لیگ گوند له مشر نواز شریف سره خبرې ترسره کړې.

دواړو ډیپلوماتانو دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کړی چې په پاکستان کې د پیپلز گوند، یوسف راضا گیلاني، د نوي صدراعظم په توگه لوړه تر سره کړې.

د مسلم لیگ گوند له مشر نواز شریف سره د خبرو په وخت، ښاغلي شریف هغوی ته و ویل چې په هیواد کې د مشرف یو اړخیزه سیاسي لوبه پای ته رسېدلې.

او د ترهگرۍ ضد د امریکا په پالیسۍ یې سختې نوکې وکړې، چې د هغه په وینا د بوټو او د ډېرو نورو خلکو د مرگ سبب گرځېدلې.

هغه و ویل: "‎مونږ د نړۍ په گوټ گوټ، په هرښار او په پاکستان کې سوله غواړو. دا ممکنه نه ده چې په نوره نړۍ کې سوله راولو خو خپل هیواد د مرگ کنده و گرځه و. مونږ د ترهگرۍ خلاف یو."‎

ښاغلي شریف خبریالانو ته و ویل چې هغه مشرف د جمهور رئیس په توگه نه مني او باید استعفا وکړي. شریف وویل: "‎مونږ مشرف د یوه غیر قانوني جمهور رئیس په توگه پېژنو. هغه د پاکستان د خلکو ملاتړ نه لري."‎

ډېری پاکستانیان له امریکا سره د مشرف د ملاتړ خلاف دي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې یې د القاعده او طالبانو خلاف یې یوه تونده پالیسي غوره کړې. او وايي چې دغې پالیسۍ خونړی غبرگون یې را پارولی.

نوی غیر نظامي حکومت په ډاگه کړې چې دوی به له توندلارو سره خبري وکړي، خو امریکا پخوا دغه رنگه خبرې غندلې دي.

له ښاغلي شریف سره د لیدو وروسته دواړه امریکايي ډپلوماتانو له جمهوررئیس مشرف سره هم ولیدل خو د دغو خبرو په هکله یې څه و نه ویل.

په همدې وخت کې یو څه کسان د ښاغلی نیگرو پونټې او ښاغلی بوچر د سفر خلاف په اسلام اباد کې د هغه هوټل خواته د احتجاج په توگه راټول شوي و چېرې دوی اوسېدل.

یوه مظاهرچې وویل: "‎دوی فکر کوي چې دلته راشي او مونږ ته دا را وښيي چې مونږ څه وکړو، ځکه چې مونږ کمزوري یو؟ مونږ په خپله کمزوري ښکاره و، او هر هغه په چټکه کولو ته تیار شو چه چې دوی راته وايي."‎

د بوش حکومت د مشرف د حکومت کلک پلوي دی چا چې له افغانستان سره سرحد سیمو ته د القاعده او طالبانو خلاف په زرهاو عسکر لیږلي. خو په روستیو اونیو کې واشنگټن له دغه نږدې ملگري څخه یوڅه ځان گوښه کړی.

XS
SM
MD
LG