د لاس رسي وړ اتصالات

ېوسف رضا گېلانی: پاکستان به د ټروریزم په خلاف جنگ جاری ساتی


د پاکستان نوي صدر اعظم، سېد ېوسف رضا گېلانی، د امرېکا جمهور رېس جورج بش، ته ویېلی دی چه غواړی په پاکستان کی د ټرورزم په هکله ېو نوی پراخه طرز العمل غوره کړی.

د ښاغلي گېلانی دا تبصره ښېې چه د پاکستان نوی حکومت غواړی هغه ړوز او سخت موقف نور بدل کړی چه جمهور رېس مشرف امرېکا سره د نږدی همکارئ په اړه او دوسله والو جنگېالو په مقابل کی غوره کړی ؤ.

ښاغلي بش نن په تلېفون د پاکستان د صدر اعظم سره خبری وکړی.

ېوسف رضا گېلانی د امرېکا جمهور رېس ته ووېل پاکستان به د ټروریزم په خلاف جنگ جاری ساتی ځکه چه دا کار ېې په خپله گټه دی. خو غواړی چه ېو جامع طرزالعمل اختېار کړی، چه سېاسی مذاکرات هم په کی وی او د هم د هغو بی وزلو سېمو د اقتصادی پرمختگ کار هم پکی شامل وی چه وسله وال سړي په کی فعالېت کوی او خلک ېې په غربت کی راگېر دی.

سپېنی ماڼئ نن اعلان وکړ هېله لری چه پاکستان سره به نژدی همکاری دوام لری. د امرېکا د خارجه وزارت مرستېال جان نېگرو پانټی او د جنوبی او مرکزی اسېا د چارو لپاره د امرېکا د خارجه وزارت معېن هم پرون اسلام اباد کی د پاکستان د نوي صدراعظم سره ولېدل.

او د پخواني صدراعظم نواز شرېف سره ېې هم ولېدل. نواز شرېف د امرېکا هېت ته دا خبره په ډاگه وکړه چه مشرف نور نه شی کولی چه خپل سر د جنگېالو په مقابل تصمېم ونېسی.

XS
SM
MD
LG